د ننګرهار کانال شرکت: د شرکت داخلي اړتیاوې د لمريز سیسټم پرمټ پوره کېږي
![د ننګرهار کانال شرکت: د شرکت داخلي اړتیاوې د لمريز سیسټم پرمټ پوره کېږي](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2024-03/whatsapp_image_2024-03-09_at_10.56.23_8147659d.jpg)
۱۹ کب ۱۴۰۲ه.ش
۲۸ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه.ق
د ننګرهار کانال شرکت چارواکي وایي، چې ددې شرکت د داخلي امریتونو او اړوندو څانګو د برېښنا اړتیا د لمریزې برېښنا پر مټ پوره کېږي.
د چارواکو په خبره ددې اړتیا پوره کولو په پار د ۳۳ کیلوواټه لمریزې برېښنا تولید په پار سیسټم جوړېږي، چې ډېر ژر به یې رغنیزې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
ددې سیسټم په فعالېدو سره به د کانال شرکت ۲۴ ساعته برېښنا ولري. د ننګرهار کانال شرکت کې ډېرې ټولګټې پروژې بشپړې شوي دي او د یوشمېر نورو هغو چارې روانې دي، چې په بېلابېلو برخو کې خلکو ته اسانتیاوې برابرې کړي دي.