د هلمند دکرنې رییس د ملګرو ملتونو د نیشه یي توکو او جرمونو پر وړاندې مبارزې له مسؤلینو سره وکتل

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۷ - ۱۱:۲۰
د هلمند دکرنې رییس د ملګرو ملتونو د نیشه یي توکو او جرمونو پر وړاندې مبارزې له مسؤلینو سره وکتل

۱۷ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۵ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د هلمند ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي نیازمحمد وهاج د ملګرو ملتونو د نیشه یي توکو او جرمونو پر وړاندې مبارزې له مسؤلینو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې په افغانستان کې د د ملګرو ملتونو د نیشه یي توکو او جرمونو پر وړاندی د مبارزې دفتر د پروګرامونو او برنامو د پلي کولو او همغږۍ مسوول هدایت الله صافی، د یادې  ادارې د څارنې او ارزونې مسؤل حسین علي هزاره، د هلمند، لغمان او ننګرهار د ډاکار د پروژې مسؤل ډاکترعاشق الله عاطف او د زون مسؤل شفیق الله مومند شتون درلود.
په افغانستان کې د د ملګرو ملتونو د نیشه یي توکو او جرمونو پر وړاندی د مبارزې دفتر د پروګرامونو او برنامو د پلي کولو او همغږۍ مسوول هدایت الله صافی وویل: «څرنګه مو چې هلمند کې د بېلابېلو ادارو ترڅنګ د کرنې ریاست په برخه کې ګڼې پروژې پلي کړي دي ، غواړو د یادو پروژو ارزونه او د چارو څخه لیدنه ترسره کړو، تر څو مؤثریت یې وارزوو، ددی ترڅنګ د مسؤلینو او ګټه اخیستونکو سره لیدنې وکړو او د تېرو کړنو په اړه یې نظرونه او څرګندونې ترلاسه کړو».
نوموړي پلاوی همدا راز په هلمند کې د راتلونکو پلانونو او نوو پروژو په اړه کرنې رییس سره خبرې وکړې.
 یادو چارواکو وویل: «غواړو ستاسو سره په همهغږۍ او مشوره په دې ولایت کې نوې پروژې تشخیص او ډیزاین کړو ترڅو ددې ولایت د کرنې په برخه کې نوښت او بهبود رامنځته شي.»
په همدې حال کې د هلمند دکرنې رییس وویل: «هلمند کې مو د تېرو ترسره شویو چارو څخه خوښ یو، داچې ددې ریاست له مسؤلینو سره مو په همغږۍ چارې مخې ته بیولي دي، خو داچې د هلمند ولایت په کچه مو فعالیتونه او چارې بسنه نه کوي نو تاسو هڅه وکړئ ترڅو ددې ولایت لپاره مؤثرې پروژې طرح او د عملي تطبیق په موخه یې هلمند کې په لاره واچوي.»
د هلمند دکرنې رییس راغلي پلاوي ته د خپلې ادارې له لوري د بشپړې اصولي همکارۍ ډاډ ورکړ او وې ویل چې، د کرنې، اوبولګولو، او مالدارۍ په برخه کې د بزګرو او ځمکوالو ډیرې اړتیاوې شتون لري نو تاسو هڅه ا وکړئ چې ددې ولایت لپاره بنیادي او پایداره پروژې منظور او تطبیق کړئ.
وروستیو کې راغلي پلاوي د کرنې له رییس څخه خوښي وښوده چې ددوی د برنامو او پروژو د تطبیق په برخه کې ورته د همکاریو ډاډ ورکړ او ژمنه یې وکړه، چې راتلونکي لپاره به د کرنې رییس وړاندیزونه په نظر کې نیسي او د ولایت په کچه به د مهمو کرنیزو پروژو په منظوری کې هر اړخیزه هڅه کوي.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۶
Background image

آغاز کمپاین واکسیناسیون حیوانات در ولایت بادغیس

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
کمپاین واکسیناسیون حیوانات به‌منظور پیشگیری و کنترول بیماری‌های حیوانی، از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس، با همکاری مؤسسات سکتور زراعت و مالداری در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱
Background image

احیای طبیعی یک جنگل چهار هکتاری در ولایت فراه

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
یک جنگل به مساحت چهار هکتار در مربوطات مرکز ولایت فراه، در پی بارندگی‌های سال گذشته و تلاش‌های دوامدار پرسونل آمریت منابع طبیعی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

بازدید هیئت ایرانی از نمایشگاه بین‌المللی محصولات زراعتی و مالداری افغانستان

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
هیئت عالی‌رتبه جمهوری اسلامی ایران به سرپرستی غلامرضا نوری قزلجه، وزیر جهاد کشاورزی ایران، با حضور مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و. . .

بازگشت به خبرها