دپکتیا دکرنې په ریاست کې سکټوري غونډه دائره شوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۳ - ۱۰:۴۹
دپکتیا دکرنې په ریاست کې سکټوري غونډه دائره شوه

د پکتیا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د سکټوري اداراتو په ګډون د ټولو هغو مؤسساتو چې دکرنې او مالدارۍ په برخه کې کار کوي د استازو په ګډون سکټوري غونډه دائره شوه.
دغه غونډه د پکتیا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي عبدالروف سعيد په مشرۍ ترسر ه شوه، چې پکې د اقتصاد رياست رییس مولوي محمد انور راشد، د ولایت مقام استازی،  د کرنې رياست آمرينو او د  پاملرنې، د افغانستان لپاره د ناروې کمیټې، آی.آر.سي، د افغانستان لپاره د هالند کمیټه او د  اړیکو دفتر  پروژو مسؤلينو پکې ګډون کړی وو.
د غونډې په پیل کې د پکتیا دکرنې رییس الحاج مولوی عبدالروف سعید د همکارو برنامو د تېرو کړنو د راپورونو او راتلونکو پلانونو له اوريدنې وروسته د همکارو برنامو له مسولينو وغوښتل، چې کرنې او مالدارۍ په برخه کې د مرستو جلبولو هڅه وکړي، همدا راز ښاغلي سعيد زياته کړه چې خپلې راتلونکې پروژې د سکتوري رياستونو سره په همغږۍ په لوړ کيفيت سرته ورسوي.
ورپسې د همکارو برنامو مسولينو په خپل وار سره د خپلو ترسره شويو کړنو مفصل راپور وړاندې کړ او خپل راتلونکي پلانونه يې د غونډې له ګډونوالو سره هم شريک کړل.
د غونډې په پای کې ښاغلي سعید د همکارو برنامو مسئولينو ته د پروژو د ښه تطبیق او ستونزو د حل په موخه لازمې لارښوونې هم وکړې.

خبرهای تازه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۷:۴
Background image

مراسم برافراشتن بیرق در وزارت زراعت برگزار شد


۲۴ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
مراسم برافراشتن بیرق امارت اسلامی افغانستان به مناسبت پنجمین سالروز فتح کابل، با حضور رهبری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در صحن این وزارت برگزار شد.
در این مراسم،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۶
Background image

آغاز کمپاین واکسیناسیون حیوانات در ولایت بادغیس

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
کمپاین واکسیناسیون حیوانات به‌منظور پیشگیری و کنترول بیماری‌های حیوانی، از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس، با همکاری مؤسسات سکتور زراعت و مالداری در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱
Background image

احیای طبیعی یک جنگل چهار هکتاری در ولایت فراه

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
یک جنگل به مساحت چهار هکتار در مربوطات مرکز ولایت فراه، در پی بارندگی‌های سال گذشته و تلاش‌های دوامدار پرسونل آمریت منابع طبیعی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت. . .

بازگشت به خبرها