د ننګرهار د کانال شرکت: هډې فارم کې ۷۰ نرسریانې فعالې دي

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۹ - ۱۰:۹
د ننګرهار د کانال شرکت: هډې فارم کې ۷۰ نرسریانې فعالې دي

د ننګرهار د کانال شرکت چارواکي وایي، چې ددې شرکت اړوند هډې فارم ک د ۳۰ میلیونه افغانیو په لګښت ۷۰ نرسریانې فعالې دي، چې يادې نرسريانې د سپرلي په راتګ خپل مېوه لرونکي، غېر مېوه لرونکي، موسمي، غېرې موسمي، زينتي او غېر زينتي بوټي، چمن،رنګارنګ ګلان او نور د هېوادوالو خدمت ته په ټیټه بیه وړاندې کوي.
د ننګرهار کانال شرکت رییس مولوي غلام الرحمن کظيم وويل:  «روغ ، سالم چاپېريال او اقليم د انساني ژوند اړينه اړتيا ده، سالم اقليم د بوټو او شين والي له برکته منځته راځي، بل پلو د بوټو کينول ستر کار دی له دی هم اړين کار د بوټو سالم او روغ ساتل دي، پالنه، روزنه يې پکار ده، هېوادوالو ته لازمه ده چې کينول شویو بوټو سمه ساتنه او پالنه وکړي.
نوموړي پر ټولو هېوادوالو غږ وکړ چې پخپلو کورونو، دېرو، حجرو او شاوخوا کې بوټي وکري او خپل راتلونکي نسل ته زرغون، او شين افغانستان په سوغات کې پرېږدي.
دا په داسې حال کې ده، چې ننګرهار کانال شرکت تېره ورځ په ۳ فارم کې په سل جريبه ځمکه باندې ۶۶۰۰ مالټو نیالګیو د کينولو لړۍ پیل کړی دی.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۱
Background image

بررسی چالش‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی در ولایت هرات

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی مشکلات و نگرانی‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی با حضور مولوی فخرالدین نقشبندی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت هرات و مسئولان شرکت‌های. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۰
Background image

نظارت از روند بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان

۲۰ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی محمد عظیم طارق رئیس تنظیم ساحات حفاظت‌شده و سرپرست ریاست عمومی منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری از روند کار پروژه بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

آغاز روند توزیع کارت برای دریافت تخم‌های اصلاح‌شده به ۱۵۰۰ دهقان در ولایت خوست

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
روند توزیع کارت به‌منظور دریافت تخم‌های اصلاح‌شده برای ۱۵۰۰ دهقان مستحق در سه واحد مربوط به مرکز ولایت خوست، تحت نظارت ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت آغاز شد. . .

BACK TO NEWS