د ننګرهار رودات کې د اوبولګولو د یوې پروژې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د خوړو نړیوال پروګرام په مالي او دافغانستان راتلونکي نسلونو مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د روداتو ولسوالی کې د درې میلیونه او ۲۶۰ زره افغانیو په لګښت د اوبولګولو د یوې پروژې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارلی دی.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل، چې په دې پروژه کې د ۱۰۰۰ متره په اوږدوالی د زاخېل کانال، دوه سربندونه، یوعدد سوپرپسیج، ۲۲۲ متره استنادي دېوال شامل دي.
د ننګرهار دکرنې رییس وویل، چې د زاخېل کانال کې ۲۸۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه او دغه راز د کانال په شاوخوا غونډیو کې ۳۴۵ عدده تراسونه د بارانې اوبو زېرمه کولو په موخه هم کېندل شوي.
ددې کانال په جوړولو سره ۱۲۰۰ زره جریبه کرنیزې ځمکې ته د اوبو رسولو زمینه برابره شوې ده.
ښاغلی محمد د تمویلوونکي ادارې او همکارۍ مؤسسې څخه د مننې ترڅنګ له دوی څخه وغوښتل، چې د ننګرهار ولایت په نورو سیمو کې دې هم ورته پروژې پلي کړي.
په ورته وخت کې هغه د سیمې له خلکو وغوښتل، چې د پروژې په ساتنه کې بشپړه همکاري وکړي. نوموړی د سیمې خلکو ته ډاډ ورکړ چې هڅه کوي ترڅو د همکارو مؤسسو له لارې د اوبولګولو پروژو سربېره نورې پروژې هم پلي کړي.
باید وویل شي، چې د خوړو نړیوال پروګرام په مالي او دافغانستان راتلونکي نسلونو مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د ننګرهار په یوشمېر نورو ولسوالیو کې هم د اوبولګولو پروژې پلي کېږي.