د خوست دکرنې رییس د اړیکو دفتر برنامې چارواکو سره وکتل
۱۸ سلواغه ۱۴۰۲ه.ش
۲۶ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد زمان عمري د اړیکو دفتر برنامې چارواکو سره په لیدنه کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
ددې لیدنې په ترڅ کې د اړیکو دفتر چارواکو د خپلو تېرو پروژو او راتلونکو فعالیتونو په هکله د خوست دکرنې رییس ته معلومات وړاندې کړل دوی وویل، چې په نږدې راتلونکي کې به خوست کې د کرنې اړوند دطبیعي سر چینو په برخه کې یو شمېر پروژې پلي کړي.
په ورته وخت کې خوست دکرنې رییس مولوی محمد زمان عمري دوی سره د چارو د ښه تنظيم او پروژو د موثر تطبيق په برخه کې د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه او له دوی یې وغوښتل، چې خپلې پروژې او کړنې د کرنې رياست او اړوند امریتو نو سره په همغږۍ سرته ورسوي.