ننګرهار کې د کب روزنې د ترویج په پار هڅې؛ د کانال شرکت کبان بازار ته وړاندې شو

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۴ - ۱۱:۴۰
ننګرهار کې د کب روزنې د ترویج په پار هڅې؛ د کانال شرکت کبان بازار ته وړاندې شو

۱۴ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۲ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق
ننګرهار کې د کب روزنې چارې او فارمونه  د ودې په حال کې دي او په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې د کبانو روزنې ډېر شمېر فارمونه جوړ شوي دي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په دې ولایت کې د کب روزنې د ترویج او دودولو په پار د کب روزنې د ګڼ شمېر فارمونو د جوړولو ترڅنګ ددې ولایت له کب روزونکو سره هر اړخیزې تخنیکي او مالي مرستې او همکارۍ کړي دي او ترڅنګ یې په دې برخه کې خصوصي سکټور ته د پانکونې زمینه هم برابره کړې ده. 
په ننګرهار کې د کب روزنې ترویج او پراختیا په پار د ننګرهار دکانال ریاست د هډې فارم اړوند ثمرخېلو سيمه کې په لس  جريبه ځمکې د کبانو روزنې او ساتنې اته حوضونه جوړ کړي دي، چې په ددغو حوضونو کې څلور ډوله کبان روزل کېږي، چې اوسمهال خرڅلاو ته چمتو شوي دي.
د ننګرهار کانال شرکت د چارواکو په خبره د ثمرخېلو د کبانو له حوضونو څخه یې ۲۲۲ کیلو ګرامه کبان خرڅ کړي دي، چې له یادو حوضونو څخه به نږدې لس ټنه کبان بازار ته وړاندې شي.
خلکو ته د کاري فرصتونو برابرولو او د کورنیو اقتصادي پیاوړتیا په پار په پام کې ده، چې په  دې ولایت کې د کبانو ډېر شمېر فارمونه جوړ شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۱
Background image

بررسی چالش‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی در ولایت هرات

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی مشکلات و نگرانی‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی با حضور مولوی فخرالدین نقشبندی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت هرات و مسئولان شرکت‌های. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۰
Background image

نظارت از روند بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان

۲۰ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی محمد عظیم طارق رئیس تنظیم ساحات حفاظت‌شده و سرپرست ریاست عمومی منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری از روند کار پروژه بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

آغاز روند توزیع کارت برای دریافت تخم‌های اصلاح‌شده به ۱۵۰۰ دهقان در ولایت خوست

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
روند توزیع کارت به‌منظور دریافت تخم‌های اصلاح‌شده برای ۱۵۰۰ دهقان مستحق در سه واحد مربوط به مرکز ولایت خوست، تحت نظارت ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت آغاز شد. . .

BACK TO NEWS