دهلمند څلورو ولسوالیو کې د لسګونه جریبه امارتي ځمکې د غصب مخه ونیول شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۴ - ۱۱:۳
دهلمند څلورو ولسوالیو کې د لسګونه جریبه امارتي ځمکې د غصب مخه ونیول شوه

۱۴ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۲ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق
هلمند کې د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی د کمپاین په دوام ددې ولایت د د څلورو ولسوالیو «بهمرامچې، مارجې، نادعلي او نوزاد»  ولسوالیو  د کرنیزو خدمتونو مدیریتونو لخوا د اړونده امنیتي مسؤلینو په همکارۍ د لسګونه جریبه امارتي ځمکې د غصب مخه نیول شوي دي.
ددې کمپاین په ترڅ کې د بهرامچې ولسوالی د ساملې په سیمه کې د ۲۵۰ جریبه امارتي ځمکې د غصب مخه نیول شوې. د چارواکو په خبره د بهرامچې ولسوالی د ساملې په سیمه کې ځینو کسانو پر امارتي ځمکو برمې درولې وې ترڅو وروسته د همدغو برمو په مټ ٢٥٠ جریبه امارتي ځمکه غصب کړي چې پر وخت د یادې ولسوالی د کرنې او امنیتي مسؤلینو په همکارۍ د غصب مخه ونیول شوه او ژورې برمې یې ډکې شوې.
دغه راز دهلمند ولايت د کرنې ریاست اړوند د مارجې ولسوالی د کرنیزو خدمتونو مدیریت او اړونده مسؤلینو له لورې پر امارتي ځمکه د خپل سرو تصرفاتو مخه ونیول شوه.  
دیادې ولسوالی د اخترمحمدبازار په سیمه کې ځایي خلکو غوښتل چې  په امارتي مځکو کې په خپل سري ډول کورونه جوړ کړي او خپل ملکیت یې وګرځوي چې پر وخت یې د کرنې او اړونده امنیتي مسؤلینو لخوا یې مخه ونیول شوه او د غصب مخنیوی په دې کمپاین کې د ګڼو غاصبینو لخوا نوي جوړ شوي دیوالونه ړنګ او عاملین یې عدلي او قضایي ادارو ته ور وپېژندل شول.
بلخوا د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالی د کرنې ریاست کارکوونکو او ددې ولسوالی اړوندو چارواکو له خوا ددې ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د امارتي ځمکو د غصب مخه نیول شوې ده. 
ددغو کړنو ترڅنګ د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا ددې ولایت د نوزاد په ولسوالی کې د طبیعي ځنګلونو د ونو پرېکولو مخه هم نیول شوې ده.
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا د طبیعي سرچینو آمریت کارمندانو په مټ د یادې ولسوالی د ځنګلونو د ونو پریکولو مخه ونیول شوه.
په یادو سیمو کې یو تن غوښتل، چې د غرني ځنګل طبیعي ونې پرې کړي چې نوموړی کس د امیتي مسؤلینو په همکارۍ ونیول شو او اړونده عدلي او قضایي ادارو ته وروپېژندل شو.
 د یادولو وړ ده چې تر دې وړاندې هم د هلمند ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د امارتي ځمکو د غصب او د طبیعي ځنګلونو د پریکولو مخنیوی شوي دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۱
Background image

بررسی چالش‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی در ولایت هرات

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی مشکلات و نگرانی‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی با حضور مولوی فخرالدین نقشبندی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت هرات و مسئولان شرکت‌های. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۰
Background image

نظارت از روند بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان

۲۰ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی محمد عظیم طارق رئیس تنظیم ساحات حفاظت‌شده و سرپرست ریاست عمومی منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری از روند کار پروژه بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

آغاز روند توزیع کارت برای دریافت تخم‌های اصلاح‌شده به ۱۵۰۰ دهقان در ولایت خوست

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
روند توزیع کارت به‌منظور دریافت تخم‌های اصلاح‌شده برای ۱۵۰۰ دهقان مستحق در سه واحد مربوط به مرکز ولایت خوست، تحت نظارت ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت آغاز شد. . .

BACK TO NEWS