هلمند کې د کبانو تولیدي فارم جوړېږي

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۰:۳۸
هلمند کې د کبانو تولیدي فارم جوړېږي

۸ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۶ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي نیازمحمد وهاج د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالدارۍ او حیواني روغتیا ریاست له پلاوي سره په کتنه کې په هلمند کې د کبانو تولیدي فارم د جوړولو په هکله خبرې اترې وکړې.
یاد پلاوی چې په ترکیب کې یې د کرنې وزارت د مالدارۍ او حیواني روغتیا ریاست څخه محمدجاوید محمدي، احمدضیا فیضیار او انجنیر نورالله وزیري  شامل دې هلمند ولایت ته د خپل سفر په اړه ددې ولایت دکرنې رییس سره معلومات شریک کړل.
نوموړي پلاوي وویل، چې هلمند ته یې د سفر موخه په دې ولایت کې د کبانو د تولید یوه (هچري) فابریکه جوړول او ترڅنګ یې د کب روزنې یو مجهز فارم او د کارکوونکو لپاره یې د یوې مستقلې ودانۍ رغول دي، چې یادې چارې به د بولان مالدارۍ فارم اړوند په پنځه جریبه ځمکه کې ترسره شي.
دوی دغه راز وویل، چې د نوموړیو چارو سرته رسولو په موخه د سروې او ډیزاین چارې به بشپړ او عملي چارې به یې ډېر ژر پیل شي. 
په همدې حال کې د هلمند دکرنې رییس الحاج مولوي نیازمحمد وهاج راغلي پلاوي ته هر کلی ووایه او زیاته یې کړه: «د هلمند ولایت دغه ډول بنیادي کارونو ته زیاته اړتیا لري او موږ هڅه کوو چې ددې ولایت د کرنې او مالدارۍ په برخه کې ځمکوالو او مالدارو ته پایداره خدمات وړاندې کړو.»
ښاغلی وهاج همدارنګه زیاته کړه، چې د هلمند د کرنې ریاست مقام او اړوند کارکوونکي به د راغلي پلاوي سره هر اړخیزه همکاري کوي، په دې برخه کې به دوی ته کاري سهولتونه برابر کړي او د اړتیا پرمهال به ورته د لومړنیو اړتیاو په پوره کولو کې هر ډول امکانات چمتو کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۱
Background image

بررسی چالش‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی در ولایت هرات

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی مشکلات و نگرانی‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی با حضور مولوی فخرالدین نقشبندی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت هرات و مسئولان شرکت‌های. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۰
Background image

نظارت از روند بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان

۲۰ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی محمد عظیم طارق رئیس تنظیم ساحات حفاظت‌شده و سرپرست ریاست عمومی منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری از روند کار پروژه بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

آغاز روند توزیع کارت برای دریافت تخم‌های اصلاح‌شده به ۱۵۰۰ دهقان در ولایت خوست

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
روند توزیع کارت به‌منظور دریافت تخم‌های اصلاح‌شده برای ۱۵۰۰ دهقان مستحق در سه واحد مربوط به مرکز ولایت خوست، تحت نظارت ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت آغاز شد. . .

BACK TO NEWS