دکرنې وزارت د ځمکو چارو رییس د هلمند له والي سره وکتل

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۷ - ۱۱:۱۱
دکرنې وزارت د ځمکو چارو رییس د هلمند له والي سره وکتل

۷ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۵ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو رییس مولوي محمود مظلوم د هلمند ولایت له والي  مولوي عبدالرحمن کندوزي سره وکتل.
په دغه کتنه کې چې د هلمند ولایت د مقام په دفتر کې ترسره شوه د کرنې وزارت د ځمکو چارو رییس مولوي محمود مظلوم، د هلمند والي مولوي عبدالرحمن کندوزي، د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي نیاز محمد وهاج، د دغه ولایت د اراضۍ څانګې آمر مولوي زین الله زاهد او ياد ولایت یو شمېر مسئولينو هم ګډون درلود.
په پیل کې د هلمند والي مولوي عبدالرحمن کندوزي د دغه ولایت د ځمکوالۍ په برخه کې د اجراآتو، لاسته راوړنو، په دغه برخه کې يو شمېر شته ستونزو او د راتلونکې پلانونه په اړه د اراضۍ ریاست له رییس سره خپل نظر شریک کړ.
ورپسې دکرنې وزارت د ځمکو چارو رییس مولوي محمود مظلوم د هلمند ولایت له والي څخه په مننې د ځمکو په برخه کې د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله د حکمونو مطابق د اراضۍ ریاست مسئولیتونه او لاسته راوړنې، همدارنګه په ولايتونو کې د غير رسمي ښارګوټو د کورونو سروې،  د استرداد شويو ځمکو څخه په سمه توګه استفادې، د ځمکو اجاره او همداراز نور اداراتو ته د ځمکو د لېږد په اړه خبرې وکړې.
په همدې حال کې د هلمند ولایت د کرنې رییس مولوي نیاز محمد وهاج او د دغه څانګې د ځمکو چارو تخنيکي آمر مولوي زین الله زاهد هم په خپل وار خبرې وکړې او د هلمند ولایت د کرنې او ځمکو په برخه کې د کارونو او فعاليتونو او د دغه څانګې د اړتياوو په اړه هم خپل وړاندیزونه د اراضۍ رییس ته وړانډې کړل.
په پای کې دکرنې وزارت د ځمکو چارو رییس د هلمند ولایت د اراضۍ څانګې له ټولو مسوولينو سره د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه او له هغوی څخه يې وغوښتل، چې په خپلو دندو کې په پوره اخلاص او ايماندارۍ سره کار وکړي او هېڅ کله هم له ورسپارل شوي مسووليت څخه ناوړه استفاده ونکړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۱
Background image

بررسی چالش‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی در ولایت هرات

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی مشکلات و نگرانی‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی با حضور مولوی فخرالدین نقشبندی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت هرات و مسئولان شرکت‌های. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۰
Background image

نظارت از روند بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان

۲۰ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی محمد عظیم طارق رئیس تنظیم ساحات حفاظت‌شده و سرپرست ریاست عمومی منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری از روند کار پروژه بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

آغاز روند توزیع کارت برای دریافت تخم‌های اصلاح‌شده به ۱۵۰۰ دهقان در ولایت خوست

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
روند توزیع کارت به‌منظور دریافت تخم‌های اصلاح‌شده برای ۱۵۰۰ دهقان مستحق در سه واحد مربوط به مرکز ولایت خوست، تحت نظارت ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت آغاز شد. . .

BACK TO NEWS