ننګرهار کې ۵۲ وترنرانو ته د کانګو ناروغۍ په هکله روزنه ورکړل شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۶ - ۱۲:۴۲
ننګرهار کې ۵۲ وترنرانو ته د کانګو ناروغۍ په هکله روزنه ورکړل شوه

۱۶ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۴ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له لورې د وترنرۍ ساحوي واحدونو ۵۲ وترنرانو ته روزنه ورکړل شوه.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل؛ داچې کانګو وینه بهیدونکي ناروغۍ یوه خطرناکه ناروغي ده چې د څارویو څخه انسانانو ته انتقالیږي، نو ددې ناروغۍ د مخنیوي روزنه مهمه وبلله او ددې لړۍ د غځولو غوښتنه وکړه.
نوموړي زیاته کړه په ولسوالېو کې د وترنرې سیمه ییزو واحدونو په شتون سره د مالدارۍ چوپړتیاوې زیاتي شوي او دا سکتور به ستاسي پرمټ په پښو ودرول شي.
همدارنګه د ننګرهار دکرنې رییس وترنر ډاکترانو ته د حفظ الصحي مراعت کولو، د امارت د قوانینو مطابق د کړنو ترسره کولو، بې کیفیته درملو، تقلبي استراګانو د نه استعمال او ساري ناروغیو د پیداکیدو پر وخت کرنې ریاست خبرولو  سپارښتنې وکړي او پخپله برخه کې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د ختیځ زون د مالدارۍ برخي مسؤل وویل، چې دوی د جلال اباد ښار  او ۲۲ ولسوالېو ۵۲ ډاکترانو  ته د کانګو ویني بهیدونکي تبي ناروغۍ په برخه کې د مسلکي ډاکترانو په مرسته یوه ورځنۍ روزنه ورکړه.
نوموړي زیاته کړه وترنر ډاکتران ددې ناروغۍ د اخته کیدو د خطر سره ډیر مخ دي نو باید له ډیر احتیاط څخه کار واخلي. دوي هڅه کوي د وترنرۍ ساحوي کارکوونکو له لورې په ولسوالېو کې عامه پوهاوي ترسره او ځینو سیمو کې د څارویو غوجل او مارکیټونو کې د کنو ضد درملو شېندنه هم ترسره کړي.
ابراهیم خېل وویل د لسو ولسوالېو ۲۰ تنو ډاکترانو ته د درمل شېندلو پمپونه او د کنو د نمونو اخیستلو کڅوړې هم ورکړل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځي وړاندې هم ۱۰۰ تنو قصابانو ته د کانګو وینه بهیدونکي تبي ناروغۍ په برخه کې هم روزنه ورکړل شوې وه.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۱
Background image

بررسی چالش‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی در ولایت هرات

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی مشکلات و نگرانی‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی با حضور مولوی فخرالدین نقشبندی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت هرات و مسئولان شرکت‌های. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۰
Background image

نظارت از روند بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان

۲۰ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی محمد عظیم طارق رئیس تنظیم ساحات حفاظت‌شده و سرپرست ریاست عمومی منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری از روند کار پروژه بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

آغاز روند توزیع کارت برای دریافت تخم‌های اصلاح‌شده به ۱۵۰۰ دهقان در ولایت خوست

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
روند توزیع کارت به‌منظور دریافت تخم‌های اصلاح‌شده برای ۱۵۰۰ دهقان مستحق در سه واحد مربوط به مرکز ولایت خوست، تحت نظارت ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت آغاز شد. . .

BACK TO NEWS