کندهار کې د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوی غونډه
۱۶ مرغومې ۱۴۰۲ه.ش
۲۴ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه.ق
دکندهار ولایت د امارتي ځمکودغصب مخنیوی اوغصب شویوځمکو بېرته راګرځولو تخنیکي ټیم د یاد تخنیکي پلاوی رییس مولوي فضل الباري فضلی په مشرۍ غونډه دائره شوه.
د غونډې په پيل کې دکندهار دکرنې رييس او د کمېټې مشر مولوي فضل الباري فضلي لارښوونکې وینا ترڅنګ د پلي شویو چارو ارزونه وکړه.
په دې غونډه کې، د یوشمېر عاریضونو عریضې او دوسیې و څېړل شول او ترڅنګ یې د کندهار دامان ولسوالی اړوند دشکر کاریز او د ارغستان ولسوالی دباکلزو او سندرزو د کلیو ترمینځ درو د پر موضوعاتو خبرې اترې وشوې.
وروستیو کي تخنیکي پلاوي د لسګونو مراجعینو املاکي ستونزې په مخامخ ډول واورېدې او د ستونزو د حل په برخه کې یې لازم اجرائت ترسره شول.