پکتیکا کې پر زرګونو  بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونو او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شو

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۳ - ۱۳:۲۶

۱۳ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۱ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د پکتیکا ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو اوکرنې ادارې په مالي او د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د مرکز شرنې په ګډون په اتو ولسوالیو کې پر ۲۸۰۰ مستحقو بزګرانو د غنمو د اصلاح شوي تخمونو او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل کړی دی.
دغه مرستې د پکتیکا دکرنې ریاست، په پکتیکا کې د ملګرو متلونو دخوړو او کرنې ادارې مسوول، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې مسؤلینو، یوشمېر سیمه ییزو چارواکو په شتون کې پیل شو.
باید وویل شي، چې یاد بزګران د سروې له مخې اړمن پېژندل شوی وو چې د مرستو تر څنګ ورته د کرکیلې اړوند لازمې لارښوونې هم شوی دی، په یادو مرستو کې هر بزګر ته ۵۰ کیلو ګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم ۵۰ کیلو  توره کېمیاوي سره او ۵۰ کیلو یوریا سپینه سره ورکړل شوي دي.
د دې مرستې د وېش موخه د بېوزله بزګرانو ملاتړ او په ټوله کې د دوی د کرنیزو محصولاتو زیاتوالی له لارې د دوی عوایدو زیاتوالي ته زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۱
Background image

بررسی چالش‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی در ولایت هرات

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی مشکلات و نگرانی‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی با حضور مولوی فخرالدین نقشبندی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت هرات و مسئولان شرکت‌های. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۰
Background image

نظارت از روند بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان

۲۰ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی محمد عظیم طارق رئیس تنظیم ساحات حفاظت‌شده و سرپرست ریاست عمومی منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری از روند کار پروژه بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

آغاز روند توزیع کارت برای دریافت تخم‌های اصلاح‌شده به ۱۵۰۰ دهقان در ولایت خوست

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
روند توزیع کارت به‌منظور دریافت تخم‌های اصلاح‌شده برای ۱۵۰۰ دهقان مستحق در سه واحد مربوط به مرکز ولایت خوست، تحت نظارت ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت آغاز شد. . .

BACK TO NEWS