پکتیا کې د غنمو شل ننداریزې کروندې جوړېږي

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۸/۲۷ - ۱۱:۱۶
پکتیا کې د غنمو شل ننداریزې کروندې جوړېږي  ۲۷ لړم ۱۴۰۲ه‍.ش ۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د همکارې مؤسسې  ټیکا په همکارې ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د اصلاح شوو غنمو شل ننداریزې کروندې جوړوي. په همدې موخه دپکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست کې د ځانګړيو مراسمو په ترڅ کې پر بزګرانو د غنمو اصلاح شوی تخم، توره او سپینه سره ووېشل شوه. د وېش پر مهال د پکتیا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د عشر آمر  مولوي زاهب الله

 ۲۷ لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د همکارې مؤسسې  ټیکا په همکارې ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د اصلاح شوو غنمو شل ننداریزې کروندې جوړوي.
په همدې موخه دپکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست کې د ځانګړيو مراسمو په ترڅ کې پر بزګرانو د غنمو اصلاح شوی تخم، توره او سپینه سره ووېشل شوه.
د وېش پر مهال د پکتیا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د عشر آمر  مولوي زاهب الله ارسلا وویل، د پکتیا د مرکزګردیز،احمدابا، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو ۲۰ تنه مخکښه بزګرانو هر یوه ته ، ۲۵ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم، ۲۵ کیلو ګرامه توره سره او ۵۰ کیلو ګرامه یوریا سپینه سره هم ورکړل شوه.
ښاغلي ارسلا زیاته  کړه، چې د یادو ننداریزو کروندو له کښت کولو څخه  موخه داده  چې له یوې خوا بزګرانو ته ددې ارزښت وښایو چې نورو سیمه ییزو تخمونو په پرتله اصلاح شوي تخمونه زیات حاصل ورکوي او له شیندلي شکل څخه کتاري شکل کرونده ښه پایله ورکوي او بل داچې بزګرانو ته د ننداریزو کروند اهمیت په نښه  او راتلوونکې کې همدا ډول کروندو ته مخه کړي.
 دپکتيا د کرنې ریاست د غله جاتو مدیر وویل، چې دیادو ننداریزو ګروندو لپاره له وړاندې سروې ترسره شوې وه، چې مخکښ بزګران او په شرایطو برابره ځمکه ورته انتخاب شوې ده.
همدارنګه ګټه اخیستونکو بزګرانو ته ددې کروندو د کرلو څخه تر حاصلاتو راټولو پورې لارښوونه هو وشوه.
په همدې حال کې ګټه اخیستونکو بزګرانو خوښي وښوده، چې ورته دغنمو ننداریزې کروندې جوړیږي دوی د کرنې ریاست هڅې د یوې پرمختللې کروندې لپاره ګټورې وبللې.
د یادونې وړ ده چې دغه ۲۰ ننداریزې کروندې په شل جریبه ځمکه کې جوړېږي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۱
Background image

بررسی چالش‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی در ولایت هرات

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی مشکلات و نگرانی‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی با حضور مولوی فخرالدین نقشبندی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت هرات و مسئولان شرکت‌های. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۰
Background image

نظارت از روند بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان

۲۰ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی محمد عظیم طارق رئیس تنظیم ساحات حفاظت‌شده و سرپرست ریاست عمومی منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری از روند کار پروژه بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

آغاز روند توزیع کارت برای دریافت تخم‌های اصلاح‌شده به ۱۵۰۰ دهقان در ولایت خوست

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
روند توزیع کارت به‌منظور دریافت تخم‌های اصلاح‌شده برای ۱۵۰۰ دهقان مستحق در سه واحد مربوط به مرکز ولایت خوست، تحت نظارت ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت آغاز شد. . .

BACK TO NEWS