هلمند کې د ځمکو د غصب مخنیوی تخنیکي پلاوي غونډه دائره شوه

user-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۲ - ۱۳:۴
هلمند کې د ځمکو د غصب مخنیوی تخنیکي پلاوي غونډه دائره شوه


٢۲ لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
٢۹ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د هلمند ولایت د ځمکې د غصب مخنيوي او غصب شویو ځمکو د تثبیت تخنیکي پلاوي خپله ۷۸مه نوبتي غونډه ترسره کړه.
د هلمند ولایت د ځمکو د غصب مخنيوي او غصب شویو ځمکو د تثبیت تخنیکي پلاوي خپله ۷۸مه نوبتي ناسته د کرنې په ریاست کې ترسره کړه.
په یاده غونډه کې د یادې کمېټې رییس الحاج مولوي نظر محمد صدیقي تر څنګ نورو غړو هم حضور درلود.
تخنیکي پلاوي په دې غونډه کې د مهاجرینو د ښارګوټي، د پوهنې ریاست د غصب شویو ملکیتونو، په بولان کې د حاجي داودشاه رحیمي تر دعوې لاندې ځمکې، په ګرشک کې د حاجي طیب د مدعیبها ځمکې، د نفت او ګازو دولتي شرکت اړوند ځمکې، د کریکیټ لوبغالي ته څېرمه امارتي ځمکې، د ناوې په ولسوالی کې د اشخاصو ترمنځ د امارتي ځمکې، بولان سیمه کې د ناقلینو تر دعوې لاندې ځمکې، ګرشک ولسوالی کې د ٩٠ جریبه امارتي ځمکې، ګرمسیر ولسوالی کې د یوې اندازې ځمکې او په سنګین ولسوالی کې د دوکانو د ځمکو موضوعاتو باندې هر اړخیزې خبرې وکړې او د بېلابېلو موضوعاتو په اړه لازم تصمیمونه ونیول شول.
یاد پلاوي همدارنګه د امار/تي ځمکو د ذوالیدې اړوند املاکي دوسیې د یولړ اجرائتو وروسته د اصلي او معتبر ذوالید د تثبیت په موخه د مرکز لښکرګاه او ولسوالیو محاکمو ته محول کړل.
تخنیکي پلاوي وروستیو کې د یو شمېر ولسي وګړو املاکي ستونزې هم  واورېدې او د موضوعاتو حل په موخه ورته د اصولي کړنو ډاډ ورکړل شول.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۱
Background image

بررسی چالش‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی در ولایت هرات

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی مشکلات و نگرانی‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی با حضور مولوی فخرالدین نقشبندی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت هرات و مسئولان شرکت‌های. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۰
Background image

نظارت از روند بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان

۲۰ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی محمد عظیم طارق رئیس تنظیم ساحات حفاظت‌شده و سرپرست ریاست عمومی منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری از روند کار پروژه بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

آغاز روند توزیع کارت برای دریافت تخم‌های اصلاح‌شده به ۱۵۰۰ دهقان در ولایت خوست

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
روند توزیع کارت به‌منظور دریافت تخم‌های اصلاح‌شده برای ۱۵۰۰ دهقان مستحق در سه واحد مربوط به مرکز ولایت خوست، تحت نظارت ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت آغاز شد. . .

BACK TO NEWS