راستنېدونکو کډوالو سره د مرستې په پارهڅې؛ ۱۴۰۰ کسانو سره مرسته وشوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۵ - ۱۲:۴۱
راستنېدونکو کډوالو سره د مرستې په پارهڅې؛ ۱۴۰۰ کسانو سره مرسته وشوه

١۵ لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
٢۲ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د سپین غر د چرګانو روزنې ټولنې په همکارۍ ۱۴۰۰ بېرته ستنېدونکو هېوادوالو سره د تیارو سره کړو چرګانو مرسته وکړه.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل د ننګرهارسپین غر چرګانو روزنې ټولنې پاکستان څخه بېرته راستنېدونکو هېوادوالو سره د ۱۴۰۰ تنو لپاره د تیار پخو شویو چرګانو مرسته وکړه.
د ننګرهار دکرنې رییس زیاته کړه د مرستې په هره بسته کې د دوه تنو لپاره یو سور کړی چرګ،  دوه ډوډۍ او دوه بوتله اوبه ورکول کېږي.
د یادې ټولنې مسولینو ژمنه وکړه، چې تر راتلونکې څو ورځو پوري به هره ورځ ۱۰۰۰ تنو ته ډوډۍ برابروي. 
دا مرستې په داسې حال کې ترسره کېږي، چې څو ورځې وړاندې د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي فضل الباري فضلي او له پاکستان څخه د راستنېدونکو کډوالو د کمېسیون غړی د ننګرهار ولایت له یو شمېر سیمه ییزو چارواکو سره د تورخم بندر ته ولاړ او هلته یې کډوالو لپاره د موقتې سرپناه، د څښاک اوبه، خوراکي توکو او تشنابونو زمینه برابره کړه. 
 د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي فضل الباري فضلي د ننګرهار د کرنې ریاست او د ننګرهار د کانال شرکت کارکوونکو ته لارښوونه وکړه، چې کډوالو لپاره د موقتي سرپناه د جوړولو په موخه خیمې جوړې کړي، چې راستنېدونکي کډوال په کې د قانوني پړاوونو تر بشبړېدو پورې مېشت شي. 
د يادونې وړ ده، چې د کرنې وزارت د رهبرۍ په لارښوونه د ننګرهار دکرنې ریاست او  د کانال شرکت کارکوونکو راستنېدونکو کډوالو لپاره د لازمو اسانتياوو په برابرولو کې هېڅ ډول هڅې نه دي سپمولي او د تورخم له بندر څخه د راستنېدونکو کډوالو د موقتي سرپناه لپاره يې سلګونه خيمې برابرې کړې دي. 
 وروسته له هغه چې پاکستان له هغه هېواده د افغان کډوالو د اجباري شړلو د بشري قوانينو خلاف پرېکړه وکړه، هره ورځ د تورخم او کندهار له سپين بولدک بندر څخه زرګونه کسان افغانستان ته داخلېږي.
په همدې موخه د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه پلاوی په لارښوونه له پاکستان څخه د راستنیدونکو کډوالو لپاره د لازمو اسانتیاوو د برابرولو په موخه د امارت له څو ادارو څخه یو کمیسیون جوړ شوی دی، ترڅو له پاکستان څخه راستنېدونکو کډوالو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۱
Background image

بررسی چالش‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی در ولایت هرات

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی مشکلات و نگرانی‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی با حضور مولوی فخرالدین نقشبندی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت هرات و مسئولان شرکت‌های. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۰
Background image

نظارت از روند بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان

۲۰ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی محمد عظیم طارق رئیس تنظیم ساحات حفاظت‌شده و سرپرست ریاست عمومی منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری از روند کار پروژه بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

آغاز روند توزیع کارت برای دریافت تخم‌های اصلاح‌شده به ۱۵۰۰ دهقان در ولایت خوست

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
روند توزیع کارت به‌منظور دریافت تخم‌های اصلاح‌شده برای ۱۵۰۰ دهقان مستحق در سه واحد مربوط به مرکز ولایت خوست، تحت نظارت ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت آغاز شد. . .

BACK TO NEWS