د هلمند دکرنې ریاست: نهرسراج ولسوالی کې د ډاکار مؤسسې له فعالیتونو څارنه وشوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۸/۱۳ - ۹:۳۱
د هلمند دکرنې ریاست: نهرسراج ولسوالی کې د ډاکار مؤسسې له فعالیتونو څارنه وشوه

دهلمند ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالداری  ریاست په لارښؤنه، د مؤسساتو د فعالیتونو د مؤثریت په موخه، د څارنې او ارزونې تخنیکی پلاوی لخوا چې په ترکیب کې یې ددې ریاست تخنیکي او مسلکي سلاکار ماسټر جان اقا بشیري، د مالدارۍ او حیواني روغتيا  مدیر انجنیر محمد  اسلم او د بوټوساتنې او قرنطین عمومي مدیر ماسټر نجیب الله حکیمي شامل دي، د نهرسراج ولسوالی د کرنیزو خدمتونو مسؤل په همکارۍ، له افغان کډوالو سره د مرستې لپاره د ډنمارک کمیټې (ډاکار) مؤسسې له فعالیتونو څارنه او ارزونه ترسره کړل.
دیادې څارنې په ترڅ کې  د کورنیو چرکانو او وزو له فارمونو، د جوارو ننداریزو قطعاتو، د حیواناتو دغوجلو د اصلاح، د حیواني کلینیک او د موټر سیکل د برخې شل کسیزې روزنیزې پروسې چارې په هر اړخیزه توګه وارزول شول او په اړونده برخو کې مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وشوې.
د یادولو وړ ده، چې د هلمند دکرنې ریاست هڅه کوي ترڅو د بزګرو، مالدارو او بڼوالو د کرنیز اقتصاد پیاوړتیا په موخه په بېلابېلو برخو کې د پام وړ خدمات وړاندې کړي ترڅو د کاري بوختیاو ترڅنګ یادې کورنۍ په ځان بسیا شي.

خبرهای تازه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۷:۴۶
Background image

تکمیل پروژه اعمار چکدم خاکی در ولسوالی خواجه‌موسی فاریاب

پروژه اعمار یک باب چکدم خاکی در قریه غارتپه مربوط ولسوالی خواجه‌موسی ولایت فاریاب با موفقیت تکمیل و به بهره‌برداری سپرده شد. این پروژه با هدف مدیریت منابع آبی، جلوگیری از فرسایش خاک،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۷:۴۴
Background image

توزیع کمک‌های پروژه انکشاف معیشت و مصئونیت غذایی برای مالداران در زنده‌جان

روند توزیع کمک‌های پروژه انکشاف معیشت و مصئونیت غذایی برای مالداران نیازمند در ولسوالی زنده‌جان ولایت هرات، تحت نظارت کارمندان ریاست زراعت، به‌گونه شفاف و موفقانه انجام شد.
این کمک‌ها. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۴:۳۴
Background image

دیدار معین زراعت و مالداری با معاون اقتصادی اتحادیه اروپا در حاشیه نمایشگاه بادام‌باغ کابل

۳ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش

مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در جریان برگزاری سی‌وچهارمین نمایشگاه محصولات زراعتی و مالداری در بادام‌باغ کابل، با معاون. . .

بازگشت به خبرها