د ننګرهار کانال شرکت کې د زیتونو حاصلاتو زیاتوالي په پار هڅې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۸/۱۳ - ۹:۲۲
د ننګرهار کانال شرکت چارواکو ددې شرکت اړوندو فارمونو کې د زیتونو ونو او حاصلاتو زیاتوالي په پآر هلې ځلې ډېر کړي دي، چې ددغو هلو ځلو په دوام ددې شرکت اړوند د درېيم فارم شپږم بلاک په ۳۴ نمره ځمکه کې ۱۸۰۰ زیتونو بوټو ناغه ګیري بشپړه شوه.

د ننګرهار کانال شرکت چارواکو ددې شرکت اړوندو فارمونو کې د زیتونو ونو او حاصلاتو زیاتوالي په پآر هلې ځلې ډېر کړي دي، چې ددغو هلو ځلو په دوام ددې شرکت اړوند د درېيم فارم شپږم بلاک په ۳۴ نمره ځمکه کې ۱۸۰۰ زیتونو بوټو ناغه ګیري بشپړه شوه.
د ننګرهار دکانال شرکت رییس مولوي غلام الرحمن کظیم وویل:«د درېيم ( غازي اباد ) فارم ټولټال شپږ بلاکونه  لري، شپږم بلاک ۳۴ نمره ځمکه يې کابو ۱۱۶نیم جریبه ځمکه لري، دغه ټوله ځمکه د اصولو او قانوني پړاوونو وروسته سپین غرعابد شرکت ته په اجاره ورکول شوې ده.» 
د ښاغلی کظیم په خبره د دې فارم ټوله ځمکه د اګرونومیکي ځانګړنې او اقلیمي شرایطو له مخې په کال کې د درېو فصلونو د کښت وړتیا لري، چې زیتون او ستروسو سربېره، غنم، شولې، ګڼي، جوار، خټکي، هندواڼي، حبوبات او نورو صنعتي نباتاتو کر کېلې ته مساعده ده.  
 په همدې حال کې د ننګرهار کانال شرکت د درېيم فارم امر انجنیر قیس الله وویل: «دغه ټول ۱۸۰۰ زیتون بوټي د درېيم فارم په سترې قوريي کې روزل شوي، دې بوټو ته کندې ویستل درېيم فارم پرسونل ویستلي، ددی بوټو ساتنه، ابیارۍ، سره ، درمل، د قوريي نه بوټو راانتقال، دمزدور روزمزد او نور ددی شرکت په غاړه ده، کابو یو نیم میلیون افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.»
د یادونې ده، چې انقلابي، ناسازه شرایطو او جنګونو د ننګرهارکانال شرکت د درېيم فارم ټولټال ۱۶۶۵ جریبه ځمکې باندې ولاړ زیتون بڼونه تخریب کړي، چې له ښه مرغه اوس يې بیا ځلې احیا او احداث ته ننګرهار کانال شرکت رهبرۍ مټې رانغاړلي، چې ورسره به د زیتونو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راشي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۱
Background image

بررسی چالش‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی در ولایت هرات

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی مشکلات و نگرانی‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی با حضور مولوی فخرالدین نقشبندی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت هرات و مسئولان شرکت‌های. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۰
Background image

نظارت از روند بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان

۲۰ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی محمد عظیم طارق رئیس تنظیم ساحات حفاظت‌شده و سرپرست ریاست عمومی منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری از روند کار پروژه بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

آغاز روند توزیع کارت برای دریافت تخم‌های اصلاح‌شده به ۱۵۰۰ دهقان در ولایت خوست

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
روند توزیع کارت به‌منظور دریافت تخم‌های اصلاح‌شده برای ۱۵۰۰ دهقان مستحق در سه واحد مربوط به مرکز ولایت خوست، تحت نظارت ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت آغاز شد. . .

BACK TO NEWS