د اوبو مدیریت په پار هڅې؛ لوګر کې د اوبو مدیریت په پار ترتیب شوې طرحه له خلکو سره شریکه شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۸ - ۹:۲۳

د لوګر ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د چاراکو له خوا په دغه ولایت کې د ځمکې لاندې اوبو کچې لوړوالی، د اوبو ضایع کېدو مخنیوی او د هغو نباتاتو چې د اوبو مصرف یې کم وی ترویج کول او هغه نباتات چې ډېرې اوبه غواړي د هغوی د مخنیوی اړوند جوړه شوی طرحه د ا.ا چارواکو، دیني علماو او بزګرانو سره شریکه شوه.
په همدې تړاو جوړه شوی غونډه کې، چې د لوګر ولایت د کرنې  او مالدارۍ ریاست غونډو تالار کې نیول شوې وه د لوګر دکرنې اومالدارۍ رییس مولوی سیدامین هاشمي سربېره د ولایت مقام دفتر رییس مولوی میرویس وحیدالله د علماوو شورا غړي شیخ پیرمحمد حقاني، د عدلیې، سوداګرۍ او پانګونې خونې رییسانو د قضای امارت آمر د سیدیزې حوزې استازی، ګڼ شمیر دینی علماوو، قومي مشرانو او د بېلابېلو سیمو بزګرانو ګډون کړي وو.
په دې غونډه کې د لوګر د کرنې اومالدارۍ رییس اوبه د هېواد شتمنۍ یاده کړه او په ټولو خلکو یې غږ وکړ تر څو د ځمکې لاندې اوبه بې ځایه مصرف نکړي او په بزګرانو ییې غږ وکړ چې په کروندو کې کرنیز تناوب په پام کې ونیسي د رومي بانجانو چې بدیل یې هنګ اوځینې نور نباتات دې وکري.
په همدې حال کې دلوګر د ولایت مقام دفتر رییس په خپلو خبرو کې د ځمکې لاندې اوبه د الله تعالی له نعمتونو څخه یاد کړ او د کرنې ریاست دغه اقدام یې نیک وباله.
 همدا راز دیني عالم شیخ پیرمحمد حقاني د خبرو په لړ کې د اوبو په ارزښت د اسلام له نظره خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې باید د اوبو په مصرف کې له اسراف څخه په کلکه ډډه وشي.
د لوګر د کرنې او مالدارۍ ریاست مسؤولین هڅه کوی، چې بزګرانو ته د کرنیز تناوب په هکله بېلابېلې لارې چارې وښیي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۱
Background image

بررسی چالش‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی در ولایت هرات

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی مشکلات و نگرانی‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی با حضور مولوی فخرالدین نقشبندی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت هرات و مسئولان شرکت‌های. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۰
Background image

نظارت از روند بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان

۲۰ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی محمد عظیم طارق رئیس تنظیم ساحات حفاظت‌شده و سرپرست ریاست عمومی منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری از روند کار پروژه بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

آغاز روند توزیع کارت برای دریافت تخم‌های اصلاح‌شده به ۱۵۰۰ دهقان در ولایت خوست

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
روند توزیع کارت به‌منظور دریافت تخم‌های اصلاح‌شده برای ۱۵۰۰ دهقان مستحق در سه واحد مربوط به مرکز ولایت خوست، تحت نظارت ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت آغاز شد. . .

BACK TO NEWS