هلمند کې د انجې ترویج په پار هڅې

user-admin
جمعه ۱۴۰۲/۸/۵ - ۱۳:۰
هلمند کې د انجې ترویج په پار هڅې

د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو اومالداري رياست، د طبيعي سرچينو امریت اړوند په بولان مرکزي قوريه کې د طبي بوټي هنګ (انجې) کرلو چارې پیل شوي دي.
د یادې پروسې په لړکې به په شاخوا دوه نیم جریبه ځمکه کې د انجې ٢٥٠٠٠٠ اصله بوټي په فني او مسلکي ډول وروزل شي چې راروان ١٤٠٣ کال ته به د ځانګړې کړنلارې له مخې پر بزګرو ووېشل شي.
د چارواکو په خبره د انجې بوټي ډېرو کمو اوبو ته اړتیا لري نو ددې ولایت له خاورې، اوبو او هوا سره ښه مطابقت کوي.
انجه داسې بوټی دی، چې د طبي موخو لپاره کارول کېدای شي، د کورني بازار تر څنګ نړیوال مارکېټ لري او په لوړه بیه پلورل کېږي.
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د بزګرانو د ملاتړ او د کوکنارو د کرکېلي د بدیل پیداکولو په پار تل هلې ځلې کوي تر څو بزګرو ته نوي ارزوښت لرونکي نباتات ترویج او تکثیر کړي.

خبرهای تازه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۸:۴۳
Background image

بازدید سخنگوی وزارت زراعت از غرفه‌های نمایشگاه محصولات زراعتی در بادام‌باغ کابل


۵ ثور ۱۴۰۵
در چهارمین روز میله دهقان و سی‌وچهارمین نمایشگاه محصولات زراعتی و مالداری، مولوی شیرمحمد حاتمی (نمبریک)، رئیس اطلاعات و آگاهی‌عامه و سخنگوی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، از. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۷:۲۰
Background image

برگزاری برنامه دیدار تجار با تجار در نمایشگاه محصولات زراعتی و مالداری


۵ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
برنامه دیدار تجار با تجار (B2B) در جریان  سی‌وچهارمین نمایشگاه محصولات زراعتی و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در فارم تحقیقاتی بادام‌باغ کابل برگزار گردید.
این. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۷:۴۶
Background image

تکمیل پروژه اعمار چکدم خاکی در ولسوالی خواجه‌موسی فاریاب

پروژه اعمار یک باب چکدم خاکی در قریه غارتپه مربوط ولسوالی خواجه‌موسی ولایت فاریاب با موفقیت تکمیل و به بهره‌برداری سپرده شد. این پروژه با هدف مدیریت منابع آبی، جلوگیری از فرسایش خاک،. . .

بازگشت به خبرها