هلمند کې د ځمکې غصب مخنیوي تخنیکي پلاوي غونډه دائره شوه 

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۱ - ۱۲:۴۵
هلمند کې د ځمکې غصب مخنیوي تخنیکي پلاوي غونډه دائره شوه 

۱  لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
۸ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د هلمند ولایت د ځمکې د غصب مخنيوي او غصب شویو ځمکو د تثبیت تخنیکي پلاوي خپله ۷۲مه نوبتي غونډه ترسره کړه.
د هلمند ولایت د ځمکو د غصب مخنيوي او غصب سوو ځمکو د تثبیت تخنیکي پلاوي خپله ۷۲مه نوبتي ناسته د کرنې په ریاست کې ترسره کړه.
په یاده غونډه کې د یادې کمېټې رییس الحاج مولوي نظر محمد صدیقي تر څنګ نورو غړو هم حضور درلود.
تخنیکي پلاوي لومړی د کرنې په ریاست کې خپلمنځي ناسته وکړه او په ځینو مهمو موضوعاتو یې بحث او خبرې وکړې په دې ناسته کې تخنیکي پلاوي په مرکز لښکرګاه کې د احمدشاه بابا انستیتیوت د ځمکې، اداري سیمې، شنه کمربند او احمدشاهي مینې توسعوي پلان د ځمکو په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې، اسناد او سوابق یې وارزول او په بېلابېلو موضوعاتو یې لازم تصمیمونه ونیول.
نوموړي پلاوي په ګرمسېر ولسوالی کې د ځنځیري ډراب په سیمه کې د یوې اندازې ځمکې موضوع چې د عالي مقاماتو څخه د څېړنو او ارزونو په موخه تخنیکي پلاوي ته محول شوې وه ترتیب شوي راپور واورېد او د لا ښې اصلاح په موخه یې مربوطه مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
تخنیکي پلاوي همدارنګه د ځمکو د غصب مخنیوی او استرداد کمیسون لخوا پر محول شویو یو شمېر نورو موضوعاتو هم بحث او خبرې وکړې او په اړه یې لازم تصمیمونه ونیول. 
وروستیو کې د ګڼو ولسي وګړو املاکي ستونزې په مخامخ ډول واورېدل شوې او یادو اشخاصو ته د اصولي کړنو ډاډ ورکړل شو.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۱
Background image

بررسی چالش‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی در ولایت هرات

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی مشکلات و نگرانی‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی با حضور مولوی فخرالدین نقشبندی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت هرات و مسئولان شرکت‌های. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۰
Background image

نظارت از روند بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان

۲۰ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی محمد عظیم طارق رئیس تنظیم ساحات حفاظت‌شده و سرپرست ریاست عمومی منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری از روند کار پروژه بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

آغاز روند توزیع کارت برای دریافت تخم‌های اصلاح‌شده به ۱۵۰۰ دهقان در ولایت خوست

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
روند توزیع کارت به‌منظور دریافت تخم‌های اصلاح‌شده برای ۱۵۰۰ دهقان مستحق در سه واحد مربوط به مرکز ولایت خوست، تحت نظارت ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت آغاز شد. . .

BACK TO NEWS