د ننګرهار دکرنې ریاست: د چرګانو غوښه د عدد پر ځای په وزن پلورل کېږي

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۱ - ۱۰:۳۰
د ننګرهار دکرنې ریاست: د چرګانو غوښه د عدد پر ځای په وزن پلورل کېږي

۱  لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
۸ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د ننګرهار د چرګانو روزونکو ټولنې د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سره د چرګانو د غوښې پلور په وزن، د فارمونو تقویه کولو او د همغږۍ رامنځته کولو په پار ناسته وکړه.
په یاده ناسته کې د کرنې او مالدارۍ د تولیداتو خوني رییس، د جلال اباد ښاروالۍ مرستیال، د کرنې ریاست، د ولایت مقام، اقتصاد، صنعت او سوداګرۍ ریاستونو استازو، ترڅنګ د چرګانو ټولني مسولینو، چرګانو پلورونکو او فارم لرونکو استازو ګډون درلود.
 په دې غونډه کې د کرنې او مالدارۍ د تولیداتو خونې رییس اجمل رحماني دچرګانو سکتور کې پر شته ستونزو،  فرصتونو او لاسته خبرې وکړې.  
رحماني وویل تر دې وروسته به د چرګانو غوښه په وزن پلورل کېږي.
د ښاروالۍ مرستیال مولوي حامد مومن د چرګانو د غوښې پلور په وزن یو نیک اقدام وباله او د نرخونو په کنټرول او بر رسې په برخه کې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.
د مالدارۍ او څارویو روغتیا امر ډاکتر محمد ضمیر بهسودي د کرنې او مالدارۍ وزارت د پالیسې او کړنلاو مطابق د چرګانو سکتور پراختیا،  تخنیکي مشورو، درملنې، درملو کیفیت او د واکسینونو تطبیق په برخه کې همکارۍ  په برخه کې  د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ .
دغه راز بهسودي وویل که چرګان په وزن پلورل کېږي نو د فارم لرونکو ترڅنګ مصرف کوونکو پورې ټولو ته په ګټه ده او د ننګرهار کرنې،  اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مو پدې برخه کې په  کلکه ملاتړکوي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۱
Background image

بررسی چالش‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی در ولایت هرات

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی مشکلات و نگرانی‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی با حضور مولوی فخرالدین نقشبندی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت هرات و مسئولان شرکت‌های. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۰
Background image

نظارت از روند بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان

۲۰ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی محمد عظیم طارق رئیس تنظیم ساحات حفاظت‌شده و سرپرست ریاست عمومی منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری از روند کار پروژه بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

آغاز روند توزیع کارت برای دریافت تخم‌های اصلاح‌شده به ۱۵۰۰ دهقان در ولایت خوست

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
روند توزیع کارت به‌منظور دریافت تخم‌های اصلاح‌شده برای ۱۵۰۰ دهقان مستحق در سه واحد مربوط به مرکز ولایت خوست، تحت نظارت ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت آغاز شد. . .

BACK TO NEWS