میدان وردګو کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې هلې ځلې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۷/۲۹ - ۹:۳۸
میدان وردګو کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې هلې ځلې

د میدان وردګو په ولایت کې د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو د تخنیکي پلاوی په دې ولایت کې د ځمکې غصب او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو په پار خپلې هلې ځلې کړندي کړي دي.
ددغو هلو ځلو په دوام د میدان وردګو ولایت د ځمکې غصب او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو کمېټې غړو د میدان وردګو ولایت دکرنې رییس او تخنیکي کمېټې مشر مولوی عبدالجبار خالد په مشرۍ د یوې غونډې په ترڅ کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
په دې غونډه کې، د میدان وردګو ولایت دکرنې رییس او تخنیکي کمېټې مشر مولوی عبدالجبار خالد ترڅنګ د میدان وردګو ولایت دکاراو ټولنیزو چارو رییس مولوی عبدالغفورحیدري، د عدلیې رییس مولوی مطیع الله الحق عثمان، دفرمانو او حکمونو د تعقیب او نظارت رییس مفتې محمد نظیم غزالي، دکور او ښارجوړولو رییس مولوی عبدالقیوم سیف العمر، د ارشاد حج او اوقافو ريئس مولوی نصرت الله صلاح الدین، دامنیې قوماندانۍ مرستیال مولوی الله نورناصح، د کدسترسروې عمومي مدیر دواجان مجاهد، د امارتي قضایاوو آمر مولوی رازمحمد حلیم، مستوفي مولوی عبدالا احد ذالفقار او یوشمېر کارکوونکو شتون درلود.
ددې غونډې په ترڅ کې د مرکزي کمېسیون څخه راغلې د میدان وردګو ولایت د وردګ پوهنتون  او تصرف شوي ځمکې دقیق اندازې په  هکله  د تخنیکې پلاوي څخه د امارت د قضایاوو آمر، د کور او ښارجوړولو رییس، د حج او اوقافو رییس، د ځمکو چارو ادارې او د کور اوښار جوړولو د ریاست دوه دوه تنه مسلکې غړي و ګمارل شول، چې د مکتوب د متن مطابق اجراآت تر سره کړي. دغه راز په غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د نرخ ولسوالی د ده چین زائې د موازې ۱۲۰۱.۹۸ جریبه او د ده خرقې ۸۶۶.۹۹۳۶ جریبه سیمو باندې د تخنیکې پلاوی راپور ترتیب او دنهائې تصمیم په  خاطر مرکزي کمېسیون ته ولیږل شي.
په همدې حال کې د مرکز او حصه اول بهسود ولسوالیو  ته دتللې پلاوی راپور هم غونډې ته وړاندې شو.
 همداراز په دې غونډه کې د یوشمېر اشخاصو دوسیې وڅېړل شول او د وروستي پرېکړې په پار اړوندو کسانو ته وسپارل شول.

خبرهای تازه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۰:۴۷
Background image

پروژه بررسی و نمونه‌گیری خون از حیوانات برای تشخیص بیماری بروسلوز در بادغیس آغاز شد

۲۷ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ ربیع‌الاول ۱۴۴۸ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس، به‌منظور تشخیص موجودیت و تعیین میزان شیوع بیماری بروسلوز در این ولایت، پروژه بررسی این بیماری و نمونه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۹:۳۶
Background image

معین مالی و اداری وزارت زراعت فعالیت‌های ریاست زراعت بدخشان را بررسی کرد

۲۷ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی نورالدین عمیر معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در جریان سفر به ولایت بدخشان با مسئولان و کارمندان ریاست زراعت این ولایت دیدار و روند فعالیت‌ها و. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۲۶
Background image

برگزاری ورکشاپ سه‌روزه ارتقای ظرفیت برای کارمندان ریاست زراعت فاریاب

۲۶ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
ورکشاپ آموزشی سه‌روزه ارتقای ظرفیت برای کارمندان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت فاریاب در مرکز و ولسوالی‌ها، از سوی ریاست امور کارکنان وزارت زراعت، آبیاری و. . .

بازگشت به خبرها