د عشر او زکات لوی رییس د هلمند دکرنې رییس سره وکتل
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د عشر او زکات لوی رییس مولوي شمس الله محمد هلمند ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې ددې ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي نظرمحمد صدیقي سره وکتل.
په دې کتنه کې دواړو خواوو د همکارۍ د لا پیاوړتیا او د عشر او زکات د راټولولو د چارو د پرمخ بیولو ب په اړه خبرې اترې او نظرونه تبادله کړل.