د لوګر خروار کې ۱۰۰ اړمنو کورنیو ته د هګیو چرګانو واړه فارمونه جوړ شول

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۳ - ۱۱:۵۲
د لوګر خروار کې ۱۰۰ اړمنو کورنیو ته د هګیو چرګانو واړه فارمونه جوړ شول

٢۳ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
۱ ربیع‌الثاني ۱۴۴۴ ه‍.ق
د  لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د دې ولایت د خروار ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې دکرنې پراختیا نړیوال صندوق په همکارۍ ۱۰۰ تنو هغه مېرمنو  ته چې د کورنۍ د ګټي وټې مسولیت ور تر غاړي دي د دوی د اقتصادي پیاوړتیا په پار دوی ته د چرګانو واړه فارمونه جوړ شول. 
د لوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د چاراکو په خبره هرې ګټي اخیستونکې  ته ۱۵قطعې کورني چرګان،۱۰۰  کیلو د چرګانو دانه، د دانې خوړو لوښې، د اوبو څښلو لوښې او نور توکي ورکړل شوي دي.
د لوګر دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې د چرګانو د ورکړي موخه دا ده ترڅو په کور دننه بېوزله کورنیو ته د کار زمینه هم برابره شي؛  ترڅو د خوړو خوندیتوب رامنځته او کورنۍ پر ځان بسیا شي.
دغه راز یادو کورنیو ته د چرګانو پاللو،  ناروغیو مخنیوي  د واکسینونو تطبیق کولو او ګڼو نورو برخو کې روزنه هم ورکول کېږي.
ددغو مرستو موخه په دې ولایت کې د چرګانو روزنې صنعت ته پیاوړتیا ورکول او د بېوزله او کونډو مېرمنو اقتصادي ودې ته په کور دننه زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۱
Background image

بررسی چالش‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی در ولایت هرات

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی مشکلات و نگرانی‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی با حضور مولوی فخرالدین نقشبندی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت هرات و مسئولان شرکت‌های. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۰
Background image

نظارت از روند بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان

۲۰ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی محمد عظیم طارق رئیس تنظیم ساحات حفاظت‌شده و سرپرست ریاست عمومی منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری از روند کار پروژه بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

آغاز روند توزیع کارت برای دریافت تخم‌های اصلاح‌شده به ۱۵۰۰ دهقان در ولایت خوست

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
روند توزیع کارت به‌منظور دریافت تخم‌های اصلاح‌شده برای ۱۵۰۰ دهقان مستحق در سه واحد مربوط به مرکز ولایت خوست، تحت نظارت ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت آغاز شد. . .

BACK TO NEWS