د ځمکوالۍ په تخنیکي او حقوقي برخو کې د سوېل ختیځ زون کارکوونکي وروزل شول

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۷/۱۵ - ۱۱:۴۷
د ځمکوالۍ په تخنیکي او حقوقي برخو کې د سوېل ختیځ زون کارکوونکي وروزل شول

۱۵ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۲ ربیع‌الاول ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست مسؤلین او متخصصینو د سوېل ختيځ زون ( پکتیا، خوست، پکتیکا او غزني) ولایتونو  د تصفیې، استملاک، سروې کدستر، د ځمکو انتقال او تبادله، د ځمکو معلوماتي سیستم او ځمکې بانک ریاست کارکوونکو لپاره د ځمکو په تخنیکي او حقوقي برخو کې درې ورځنی روزنیز پروګرام، چې د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍریاست په تالار کې دائر شوې وه پای ته ورسېد.
دغه وركشاپ چې د پکتیا ولايت د کرنې ریاست په تالار کې ترسره شو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ عمومي ریاست د استملاک، د ځمکو د انتقال او وېش، د استملاکي پروژو د همغږی، سروې کدستر، د ځمکوالۍ معلوماتو سیسټم او ځمکې بانک ریاستونو مسؤلین او متخصصین، د پکتیا ولایت د کرنې رییس، د پکتيا ولايت د اقتصاد رییس، د دغه ولایت د سندریزې حوزې رییس او د سوېل ختیځ زون (پکتيا، خوست، غزني او پکتیکا) ولایتونو د ځمکو چارو په برخو کې کارکونکو هم ګډون درلود.
په پیل کې د پکتیا ولايت د کرنې ،اوبولګولو او مالداری رییس مولوي عبدالروف سعید د ځمکو چارو لوی ریاست د بېلابېلو برخو مسوولينو او ولایتي کارکوونکو ته ښه راغلاست ووایه او د کرنې وزارت له مشرتابه او د اراضي ریاست عمومي رییس څخه د ځمکوالۍ په برخه کې د یاد ورکشاپ په جوړولو مننه وکړه. او دغه کار یې د کارمندانو د علمي کچې په لوړولو کې یو ارزښتناک ګام وباله.
همداراز د پکتیا ولايت د اقتصاد رییس مولوي محمد انور راشد هم په خپل وار خبرې وکړې او د دا ډول پروګرامونو د جوړولو ستاينه وکړه او ټولو کارکوونکو ته یې سپارښتنه وکړه، چې په دې درې ورځني ورګشاپ کې چې له ښوونکو څخه یې هر څه زده کړي وی نورو کارکوونکو ته دې هم انتقال کړي تر څو هغوی هم په خپل ورځنيزو چارو کې ترې کټه پورته کړي.
ورپسی د ځمکو چارو ریاست د ارزونې،استملاک او بیا مېشت کېدلو رییس مولوي حضرت محمد طیب په زونونو کې د دغو برنامو جوړول د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو او همداراز د هغو په دندو کې د علمی کچې په پوهاوی کې یو مهم رول وباله او له دغې برنامه یې د مرکزي او ولایتي کارکوونکو تر منځ د خنډونو لرې کولو د یو ښه ګام په توګه یاد کړ. 
نوموړي دل ډول روزنیز ورکشاپونه د کارکوونکو د پوهې او علمي کچې لا لوړولو په برخه کې خورا موثر وباله او له ټولو کارکوونکو څخه وغوښتل، چې د دا ډول ورکشاپونو څخه په اعظمي توګه ګټه پورته کړي.
ښاغلي طیب ټولو کارکوونکو ته لارښوونه وکړه، چې په خپلو دندو کې له خلوص نیت او ایماندارۍ څخه کار واخلي، تل حق خپل حقدار ته وسپاري او هېڅ کله له خپلو دندو څخه په ناوړه توګه استفاده ونه کړي. 
د ارزونې او استملاک رییس زیاته کړه د اراضي عمومي ریاست چې د کرنې وزارت یوه تخنیکي او حقوقي څانکه ده مسلکي کدرونو ته اړتیا لري که چېرې ستاسو په مربوطه ریاست کې خالي بستونه شتون لري نو ستاسو له مربوطه مسؤل څخه هيله لرم چې دغه خالي بستونه ژر تر ژره مسلکي او تجربه لرونکي کارمندان ورته استخدام کړي تر څو په دندو کې مو له ځنډ او خنډ سره مخ نشي.
همدارنګه د پکتیا ولايت دکرنې ریاست د سروی کدستر څانګې عمومي مدیر نوید وزیري د سوېل ختیخ زون د کارکوونکو په استازيتوب د اراضي ریاست له مشرتابه او ټولو مسوولينو او متخصصینو څخه مننه وکړه او د دغه ډول ورکشاپونو جوړولو په دوام يې په اوږد مهاله توګه د زونونو او هم د ولایاتو په کچه ټینګار وګړ. 
یاد پروګرام د کرنې وزارت د اراضي عمومي رياست د بېلابېلو څانګو رئیسانو او د پکتیا ولايت د کرنې، اقتصاد او سندریزې حوزې مسؤلینو له لورې کارکوونکو ته د تصدیق نامو په ورکړې او د پکتیا ولایت د سندریزې حوزې رییس مولوي محمد کریم فاتح په دعا سره پای ته ورسېد.

خبرهای تازه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۴۲
Background image

آغاز نهال‌شانی و سروی باغچه‌های کوچک در ولسوالی بگرام ولایت پروان

۲۴ جدی ۱۴۰۴ هـ.ش
برنامه نهال‌شانی در ولسوالی بگرام  ولایت پروان در بخش انکشاف علفچرها و جنگلات با حضور مولوی روح‌الله روحانی رییس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پروان، آمر تنظیم منابع. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۳۷
Background image

افتتاح رسمی دو پروژه بزرگ آبیاری در ولسوالی‌های خواجه‌موسی و خانچهارباغ فاریاب

۲۴ جدی ۱۴۰۴ هـ.ش 
دو پروژه مهم زیربنایی در بخش مدیریت منابع آب به‌هدف تغذیه آب‌های تحت‌الارضی و کاهش اثرات خشک‌سالی از از بودیجه انکشافی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در ولسوالی‌های. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۳۳
Background image

جلسه شورای عالی صندوق وجهی انکشاف زراعتی برگزار شد

۲۴ جدی ۱۴۰۴ هـ.ش
سیزدهمین جلسه شورای عالی صندوق وجهی انکشاف زراعتی به ریاست مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری و با حضور انجنیر عبدالغفور غفاری، رییس عمومی صندوق وجهی انکشاف. . .

بازگشت به خبرها