ننګرهار کې د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي پلاوی غونډه دائره شوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۳ - ۱۲:۸
ننګرهار کې د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي پلاوی غونډه دائره شوه

۱۳ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۰ ربیع‌الاول ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د امارتي، سلطاني، مرعي او وقفي ځمکو د غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي پلاوي د ننګرهار د کرنې ادارې او تخنیکي پلاوي رییس مولوي عبدالستار محمد په مشرۍ غونډه ترسره شوه، چې په کې پر مهمو موضوعاتو باندې لنډ بحث او رڼا واچول شوه.
ددې غونډې په ترڅ کې پر بېلابېلو موضوعاتو د خبرو اترو ترڅنګ پر یوشمېر دوسیو او عریضو مهمې پرېکړې وشوې.
په یاده غونډه کې چې د کرنې ادارې او تخنیکي پلاوي رییس مولوي عبدالستار محمد سربېره، د عدليی رییس، کار او ټولنیزو چارو رییس، د فرامینو او احکامو اونظارت دتطبیق  رییس، ښارجوړونې رییس،  جلال ابادښاروال، قومنداني مرستیال، ننګرهار مستوفي،  امارتی قضایاوو امر او د کدستر مسول ګډون کړی ؤ. غونډه کې دسخی صیب، ګمبیري دښتي، مومندری شپږ جریبه او ګرداب ځمکو په ګډون د غصب اړوند ګڼو نورو مهمو موضوعاتو باندې بحث او رڼا واچول شوه.
دغه راز د غصب مخنیوي تخنیکي پلاوي  پریکړه وکړه چې، دکامی ګرداب ځمکي موضوع دي مکتوبی مربوطه اداري ته ولیږل شی، د سخي صیب وقفي او کوزکونړ د ګمبیري ځمکي له نږدې ولیدل شي، ځمکي نوعیت،  د قبالي تسلسل، سکیج، کروکي، حد فاصل معلوم او وروسته پري تصمیم ونیول شي. 
په ورته وخت کې  د اداراتو او ولسي وګړو پر عرایضو بحث وشو او پر ډېرې برخو کې پرېکړه وشوه، ترڅو د عامه ملکیتونو دمینځه تللو مخنیوي وشي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۱
Background image

بررسی چالش‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی در ولایت هرات

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی مشکلات و نگرانی‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی با حضور مولوی فخرالدین نقشبندی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت هرات و مسئولان شرکت‌های. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۰
Background image

نظارت از روند بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان

۲۰ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی محمد عظیم طارق رئیس تنظیم ساحات حفاظت‌شده و سرپرست ریاست عمومی منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری از روند کار پروژه بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

آغاز روند توزیع کارت برای دریافت تخم‌های اصلاح‌شده به ۱۵۰۰ دهقان در ولایت خوست

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
روند توزیع کارت به‌منظور دریافت تخم‌های اصلاح‌شده برای ۱۵۰۰ دهقان مستحق در سه واحد مربوط به مرکز ولایت خوست، تحت نظارت ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت آغاز شد. . .

BACK TO NEWS