د ننګرهار کانال شرکت رییس: د کانال شرکت عواید باید ډېر او خپل پخواني برم ته وګرځول شي

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۹ - ۱۱:۱۱
د ننګرهار کانال شرکت رییس: د کانال شرکت عواید باید ډېر او خپل پخواني برم ته وګرځول شي

۹ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
١۶ ربیع‌الاول ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهارکانال شرکت رییس مولوي غلام الرحمن کظيم د خپلو امرینو او لویو مدیرانو سره په مهمو موضوعاتو اداري غونډه دائره کړه
د ننګرهارکانال شرکت رییس مولوي غلام الرحمن کظيم د څلورګونو فارمونو امرینو، دفتر امر،  حفظ ومراقبت امر ، مالي او اداري امر ، بشري سرچینو امر ، خدماتو مشتریانو امر، پلان امر، مالدارۍ امر، د څارنې لوی مدیریت، حقوقي مشاور ، تدارکاتو لوی مدیریت،  اجراییه لوی مدیر ، صحي لوی مدیر ، مطبوعاتو لوی مدیریت، ترانسپورت مدیریت،  اجاره ورکونې مدیر او نورو چارواکو سره په یوشمېر مهمو موضوعاتو غونډه وکړه.
د ننګرهارکانال شرکت رییس مولوي غلام الرحمن کظيم وویل، چې د کانال شرکت د عوایدو سرچیني باید زیاتې شي تر څو کولای شو، چط کانال خپل پخواني برم ته وګرځوو.
ښاغلي کظیم وویل چې  د عوایدو نوې او ګټورې سرچینې پیدا او ډېرې کړو، چې له لارې يې د کانال شرکت د عوایدو کچه لوړه او هېوادوالو ته لاغوره خدمات، تولیدات او محصولات وړاندې شي.
د ننګرهارکانال شرکت رییس مولوي غلام الرحمن کظيم وویل، چې پدې ټولو برخو کې ستاسي د هر امر او لوى مدير ونډه اړينه او مهمه ده.
 ښاغلی کظیم وړیل، چې د روانو ، ترسره کېدونکو او راتلونکو مهمو او ارزښتمنو پروژو د ښه تطبیق لپاره منظم پلان او ګډ کار کول اړین دي.
د غونډې په پای کې ټولو برخه والو امرینو او لویو مدیرانو ژمنه وکړه او د کانال شرکت رییس ته يې ډاډ ورکړ چې دوی به د کانال شرکت د عوایدو کچې لوړوالي ته کار کوي، هېوادوالو ته به لا غوره خدمات وړاندې، د ځان بساینې لپآره به خپل تولیدات کاروي او په ګډه به کانال او هېواد ته کار کوي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۶:۳۵
Background image

نظارت معین زراعت و مالداری از فعالیت‌های ریاست حفاظه و قرنطین

۲۵ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری از جریان فعالیت‌های کارمندان ریاست حفاظه و قرنطین در فارم تحقیقاتی بادام‌باغ کابل نظارت کرد.
د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۶:۲۷
Background image

نشست معین زراعت و مالداری با واردکنندگان کود کیمیاوی برای بهبود کیفیت کود در کشور

۲۵ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با مسئولان شرکت‌های واردکنندگان کود کیمیاوی افغانستان در تالار کنفرانس‌های صندوق انکشاف زراعت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۱
Background image

بررسی چالش‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی در ولایت هرات

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی مشکلات و نگرانی‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی با حضور مولوی فخرالدین نقشبندی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت هرات و مسئولان شرکت‌های. . .

BACK TO NEWS