هلمند کې د ځمکې غصب مخنیوي تخنیکي پلاوي غونډه دائره شوه 

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۳ - ۱۳:۴۵
هلمند کې د ځمکې غصب مخنیوي تخنیکي پلاوي غونډه دائره شوه 

۳ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۰ ربیع‌الاول ۱۴۴۵ه‍.ق
د هلمند ولایت د ځمکې د غصب مخنيوي او غصب شویو ځمکو د تثبیت تخنیکي پلاوي خپله ۶۶مه نوبتي غونډه ترسره کړه.
د هلمند ولایت د ځمکو د غصب مخنيوي او غصب سوو ځمکو د تثبیت تخنیکي پلاوي خپله ٦۶مه نوبتي ناسته د کرنې په ریاست کې ترسره کړه.
په یاده غونډه کې د یادې کمېټې رییس الحاج مولوي نظر محمد صدیقي تر څنګ نورو غړو هم حضور درلود.
په نننۍ ناسته کې د ځمکو د غصب مخنیوئ او استرداد د انفاذ پر قانون چې تازه په ٤ فصلونو او ٢٢ مادو کې توشیح سوی دی خبرې وسوې او د تطبیق په اړه یې لازمې سلاء مشورې ترسره سوې.
تخنیکي پلاوي همدارنګه د موسی کلا ولسوالئ په مربوطاتو کې ددو قومونو ترمنځ پر رامنځته سوې املاکي موضوع بحث وکړ او مربوطه مرجع ته یې کتبي معلومات وړاندې کړل. 
د نننئ ناستې په لړ کې تخنیکي پلاوي تصمیم ونیو ترڅو راتلونکي کې به له ګڼو اما/رتي ځمکو له نږدې لیدنې کوی او د خپلو کړنو راپور به د ځمکو د غصب مخنیوئ کمیسون سره شریکوي.
ددې ترڅنګ  تخنیکي پلاوي د مرکز لښکرګاه په بیلابیلو سیمو کې  د ګڼو اوسېدونکو د  استوګنیزو نمرو او تجارتي ودانیو د رغولو په اړه خبرې وکړې او وې ویل چې یادو ستونزو ته به د اصولو او مقرراتو له مخې رسیده ګي وکړي
تخنیکي پلاوي په وروستیو کې د لسګونو  مراجعینو املاکي ستونزي په مخامخ ډول واورېدې او د هغوئ د ستونزو د حل په برخه کې یې د اصولي کړنو ډاډ ورکړ.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۲۳
Background image

بررسی وضعیت باغ‌های گیلاس در ولسوالی گرزیوان فاریاب

۲۵ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
هیأتی متشکل از محمد ظریف رحیق آمر امور زراعتی  ریاست زراعت، آبیاری و مالداری نماینده گان  ریاست حفاظت محیط زیست و ریاست اقتصاد ولایت فاریاب، از باغ‌های گیلاس در. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

بهره‌برداری از کانال آبیاری به طول ۷۷۰۰ متر در نورستان

۲۶ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جمادی‌الاول ۱۴۴۸ هـ.ق
کانال آبیاری به طول ۷۷۰۰ متر میان قریه‌های پرونز و دیوی ولایت نورستان که با حمایت مالی برنامه جهانی غذا (WFP)، همکاری تخنیکی مؤسسه ان‌سی‌آر‌او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۱
Background image

آموزش ۱۴ مسئول کلینیک‌های حیوانی در بدخشان درباره نمونه‌گیری خون از حیوانات مشکوک به تب سه‌روزه

۲۶ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
به‌منظور تشخیص به‌موقع بیماری تب سه‌روزه حیوانی و بررسی وضعیت شیوع آن، برای ۱۴ تن از مسئولان کلینیک‌های حیوانی در ولایت بدخشان رهنمودهای تخنیکی درباره علایم بیماری،. . .

BACK TO NEWS