پکتیا کې د قومونو ترمنځ د ځنګلونو پر سر د خپلمنځي ستونزو حل په پار غونډه دائره شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۳ - ۱۳:۴۲
پکتیا کې د قومونو ترمنځ د ځنګلونو پر سر د خپلمنځي ستونزو حل په پار غونډه دائره شوه

۳ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۰ ربیع‌الاول ۱۴۴۵ه‍.ق
د پکتیا مرکز ګردېز کې ولایتي چارواکو د قومونو ترمنځ ځنګلاتو پر سر خپلمنځي ستونزو حل او یووالې په موخه د دغه ولایت بېلابېلو ولسوالیو ولسوالانو او بېلابېلو قومونو مشرانو سره غونډه وکړه.
د غونډې په پیل کې پکتیا مرستیال والي مولوي انعام الله صلاح الدین قومي مشرانو ته په خپلو خبرو کې وویل، چې ځنګلات د بیت المال ملکیت دی، او په دې کې هره کونډه، یتیم، شهید او غریب حق لري.
مرستیال والي زیاته کړه، اسلامي امارت د قومونو هرې ستونزې ته ځانګړې پاملرنه کړې، او د قومونو همغږۍ او یووالې لپاره کار کوي. هغه ډاډ ورکړی چې د قومونو ترمنځ خپلمنځي هرې ستونزې او غوښتنو ته به پر وخت رسیدنه کېږي.
د پکتیا علماؤ شورا رئیس صالح محمد فقیري قومي مشرانو ته د ځنګلاتو او ملي شتمنیو ساتلو په اړه د اسلامي شریعت له مخې بیان وکړ، او ويې ویل چې د قومونو ترمنځ ځنګلاتو پر سر کومې ستونزې چې رامنځته کېږي باید په ښه ډول حل شي. ښاغلي فقیري زیاته کړه ځنګلات او ملي شتمنۍ د هیچا شخصي ملکیت نه دی او په کار ده، چې په دې برخه کې د امیرالمؤمنین اطاعت وشي.
ورپسې د پکتیا مرافعې محکمې مسؤلینو وویل، چې د قومونو ترمنځ خپلمنځي ستونزو ته پر وخت محاکمو کې رسیدنه شوې او د هغوی قضيې په عادلانه ډول حل و فصل شوې دي. هغه ټینګار وکړ، چې د غرونو او ځنګلونو پر سر ستونزې او شخړې باید رامنځته نشي، ځکه د امیرالمؤمنین د حکم نافرماني دی.

د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس مولوي عبدالروف سعید قومي مشرانو ته په وینا کې وویل، چې ځنګلاتو وهلو او لرګیو باندې د اسلامي امارت لخوا بندیز لګول شوی، ځنګلات ملي شتمني ده، او د دې باید ساتنه وشي. هغه وړاندې وویل، چې د لرګیو په اړه به په نږدې راتلوونکې کې د امیرالمومنین لخوا حکم ورکړل شي.
په دغه غونډه کې قومي مشرانو خپلمنځي ستونزې، غوښتنې له ولایتي چارواکو سره شریکې کړي او د هغوی حل غوښتنه يې وکړه.
ولایتي چارواکو قومي مشرانو ته د هغوی ستونزو او غوښتنو حل او رسیدنې په موخه د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ، او ويې ویل چې اسلامي امارت تل د ولسونو او قومونو یووالې لپاره کار کوي.
په دې غونډه کې د پکتیا مرستیال والي شیخ انعام الله صلاح الدین، د علماؤ شورا رییس صالح محمد فقیري، د مرافعې محکمې رئیس مولوي مفتي عبیدالله خالد، د زراعت رییس مولوي عبدالروف سعید، د اطلاعاتو او کلتور رییس قاضي ثواب جان اسلام یار، د مختلفو ولسوالیو ولسوالانو، د بېلابېلو قومونو مشرانو ګډون درلود.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

بهره‌برداری از کانال آبیاری به طول ۷۷۰۰ متر در نورستان

۲۶ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جمادی‌الاول ۱۴۴۸ هـ.ق
کانال آبیاری به طول ۷۷۰۰ متر میان قریه‌های پرونز و دیوی ولایت نورستان که با حمایت مالی برنامه جهانی غذا (WFP)، همکاری تخنیکی مؤسسه ان‌سی‌آر‌او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۰:۴۹
Background image

برگزاری برنامه‌های آگاهی‌دهی درباره تغییرات اقلیمی برای ۶۰۰ دهقان در پنجشیر

۲۶ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جمادی‌الاول ۱۴۴۸ هـ.ق
ریاست سازگاری با تغییرات اقلیمی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری بر اساس پلان سالانه خود، برنامه‌های آموزشی ویژه‌ای را به‌منظور بلندبردن سطح. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۶:۳۵
Background image

نظارت معین زراعت و مالداری از فعالیت‌های ریاست حفاظه و قرنطین

۲۵ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری از جریان فعالیت‌های کارمندان ریاست حفاظه و قرنطین در فارم تحقیقاتی بادام‌باغ کابل نظارت کرد.
د. . .

BACK TO NEWS