سپین بولدک ولسوالی ته دکندهار دکرنې رییس سفر 

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۷/۱ - ۹:۳۶
سپین بولدک ولسوالی ته دکندهار دکرنې رییس سفر 

دکندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی محمود مظلوم سپین بولدک ولسوالی ته د سفر په ترڅ کې ددې ولسوالی د ګمرک له قرنطین مرکز څخه لیدنه وکړه.
 دکندهار دکرنې رییس مولوی محمود مظلوم سپین بولدک ولسوالی ته د سفر په ترڅ کې ددې ولسوالی ولسوال سره په کتنه کې ددې ولسوالی پر بېلابېلو کرنیزو موضوعاتو دخبرو اترو او د دوی د ستونزو د اورېدو ترڅنګ د ګمرک قرنطین مرکز د کرنیزو محصولاتو څخه هم لیدنه وکړه.
ددې لیدنې په ترڅ کې د کندهار دکرنې رییس د قرنطین مرکز د چارواکو او کارکوونکو کړنې او فعالیتونه وستایل او له هغوی څخه د مننې ترڅنګ وویل: «هڅه کړئ، چې د ولس او مراجعینو کارونه پر وخت ترسره کړئ.» ښاغلی مظلوم ددې قرنطین له چارواکو سره د هرراز همکاریو ژمنه هم وکړه.
په همدې حال کې د یاد قرنطین مرکز چارواکو د کندهار دکرنې رییس ته ډاډ ورکړل، چې خپلې چارې په پوره ایماندارۍ او اخلاص سره پر مخ وړي او ولس ته به اسانتیاوې رامنځته کوي.

خبرهای تازه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۳
Background image

پروژه بهبود معیشت و تقویت تاب‌آوری در افغانستان برای سه سال دیگر تمدید شد

۲۷ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
مسوولان موسسه افغان اید می‌گویند، پروژه «ترویج بهبود معیشت و تقویت تاب‌آوری در جوامع آسیب‌پذیر افغانستان» که پیش از این برای یک سال در شش ولایت کشور تطبیق شده بود، برای. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۵۹
Background image

جلسه هیئت مدیره شرکت امارتی وادی ننگرهار برگزار شد

۲۷ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه هیئت مدیره شرکت امارتی وادی ننگرهار به ریاست مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با حضور مسئولان وزارت‌های مالیه، صنعت و تجارت،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۵۶
Background image

مبارزه گسترده علیه حشره کفشک در بادغیس؛ صدها جریب زمین زراعتی پاک‌سازی شد

۲۷ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
۳۰ ذی‌القعده ۱۴۴۷ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس می‌گوید، کارمندان مسلکی بخش حفاظت نباتات با همکاری دهاقین، مبارزه علیه حشره کفشک را تشدید کرده‌اند که. . .

بازگشت به خبرها