غزني کې د اوبو دمدیریت په پار د یوشمېر پراختیايي پروژو چارې پیل شوې

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۸ - ۱۳:۳۱
غزني کې د اوبو دمدیریت په پار د یوشمېر پراختیايي پروژو چارې پیل شوې

٢۸ وږي ۱۴۰۲ه‍.ش
۴ ربیع‌الاول ۱۴۴۵ه‍.ق
د غزني دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت په مرکز او ۳ ولسوالیو خواجه عمري، اندړ او واعظ کې د باراني او موسمې اوبو د مدیریت په پار د چکډمونو جوړولو چارې پیل شوي دي.
د غزني دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوی محمد ادریس حنیف وویل، چې د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې په مالي او د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت په مرکز او  د خواجه عمري او اندړو ولسوالۍ کې د ۶۷۷ زره او ۴۶۲ امریکایي ډالرو په لګښت د ۳۸ پراختیا یي پروژو چارې پیل شوي دي، چې په کې د چکډمونو او ټرنچونو جوړول شامل دي.
 ښاغلی ادریس وویل، چې د دغو پروژو په پلي کولو سره به ۶۱۸۵ سمیزو اوسیدونکو ته دکار زمینې برابرولو ترڅنګ  دهغوی د وچکالۍ ستونزې هم تریو برېده راکمې شي.
په ورته وخت کې د ناروې کمېټې په همکارۍ د غزني په واعظ ولسوالی کې د ۳۴۴ زره او ۲۷۰ امریکایي ډالرو په لګښت د ۱۷ چکډېمونو د جوړولو چارې هم پیل شوي دي. 
د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد حنیف ادریس وایي، چې د یادو چکډېمونو لګښت به د ناروې موسسې له لوري پرې شي او څه باندې ٣ زره کسانو ته به د کار زمینه برابره شي.
د ښاغلی ادریس په خبره، د دغه چکډېمونو په جوړېدو سره به د مرکز او یادو ولسوالیو په کارېزونو او ځمکني اوبو زېرمو کې د پام وړ بدلون رامنځته شي.
دا چکډېمونه په داسي حال کې په کې جوړېږي چې د دغه ولایت ډېری کرونګر د کښت لپاره د اوبو له نشتوالي او د کارېزونو له وچېدو سر ټکوي.
بلخوا د غزني دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په تخنیکي همکارۍ د غزني په مالستان ولسوالی کې د شاتو مچینو پر یوشمېر روزونکو اړین توکي وېشلي دي.
د چارواکو په خبره ددې مرستې په لړ کې د شاتو مچیو پر ۲۶ روزونکو د شاتو مچیو روزنې اړونده توکي وېشل شوي دي.
ددې مرستې موخه د شاتو مچینو روزونکو ملاتړ او په ټوله کې په دې ولایت کې د شاتو مچیو روزنې سکټور ته پراختیا ورکول دي.

خبرهای تازه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۰:۴۷
Background image

پروژه بررسی و نمونه‌گیری خون از حیوانات برای تشخیص بیماری بروسلوز در بادغیس آغاز شد

۲۷ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ ربیع‌الاول ۱۴۴۸ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس، به‌منظور تشخیص موجودیت و تعیین میزان شیوع بیماری بروسلوز در این ولایت، پروژه بررسی این بیماری و نمونه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۹:۳۶
Background image

معین مالی و اداری وزارت زراعت فعالیت‌های ریاست زراعت بدخشان را بررسی کرد

۲۷ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی نورالدین عمیر معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در جریان سفر به ولایت بدخشان با مسئولان و کارمندان ریاست زراعت این ولایت دیدار و روند فعالیت‌ها و. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۲۶
Background image

برگزاری ورکشاپ سه‌روزه ارتقای ظرفیت برای کارمندان ریاست زراعت فاریاب

۲۶ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
ورکشاپ آموزشی سه‌روزه ارتقای ظرفیت برای کارمندان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت فاریاب در مرکز و ولسوالی‌ها، از سوی ریاست امور کارکنان وزارت زراعت، آبیاری و. . .

بازگشت به خبرها