د مالدارۍ سکټور خوندیتوب په پار هڅې؛ پکتیا کې د وټرنرۍ کلینیک ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۲ - ۹:۴۲
د مالدارۍ سکټور خوندیتوب په پار هڅې؛ پکتیا کې د وټرنرۍ کلینیک ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د پکتیا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې مالدارانو ته د چوپرړتیاوو وړاندې کولو او په ټوله کې د مالدارۍ سکټور د ودې او خوندیتوب د هلوځلو په دوام د کرنې د پراختیا نړیوال صندوق په مالي او د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې په تخنیکي  همکارۍ ددې ولایت میرزکې ولسوالی کې د څآرویو کلینیک جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارلی دی.
ددې کلینیک په پرانیست غونډه کې، د میرزکې ولسوال الحاج مولوي عبدالرحمن حبیبي، مرستیال ولسوال خالد سجاد، د مالدارۍ آمر قاري نورالله، ددې ولسوالی د کرنیزو چارو او مالدارۍ مدیر ذبیح الله ایوبي، قومي مشرانو، مالدارانو او د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې استازو او یوشمېر نورو چارواکو ګډون درلود.
د پکتیا دکرنې ریاست وویل، چې یو کس ته د شپږو میاشتو لپاره د مالدارۍ او وترنرۍ خدمتونو په برخه کې روزنه هم ورکړل شوې ده. 
د پکتیا دکرنې ریاست چارواکي دغه راز وویل، چې د یاد کلینیک لپاره اړینې توکي هم ورکړل شوې،  ترڅو مالدارانو ته ښه او بهتره خدمات وړاندې کړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۱:۸
Background image

توزیع تخم اصلاح‌شده گندم و کود کیمیاوی برای ۳۶۶۱ دهقان در دایکندی

۴ عقرب ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت دایکندی با همکاری سازمان خوراک و زراعت ملل متحد (FAO) روند توزیع تخم اصلاح‌شده گندم و کود کیمیاوی سیاه و سفید را برای دهقانان این. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۰:۴۷
Background image

توزیع تخم اصلاح‌شده گندم و کود کیمیاوی برای ۵۰۰ دهقان در ولسوالی سالنگ پروان

۴ عقرب ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پروان به‌منظور افزایش حاصلات گندم و حمایت از دهقانان، روند توزیع تخم اصلاح‌شده گندم و کود کیمیاوی را برای ۵۰۰ دهقان در ولسوالی سالنگ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۰:۴۲
Background image

آغاز کمپاین تطبیق واکسین ضد بیماری رابیز در ولایت بادغیس

۴ عقرب ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس کمپاین تطبیق واکسین ضد بیماری رابیز (سگ‌دیوانه) را به‌منظور جلوگیری از شیوع این بیماری و حفاظت از صحت حیوانات در سطح مرکز و. . .

BACK TO NEWS