د کندهار زون د ځمکو چارو کارکوونکو ته روزنیز پروګرام دائر شو

user-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۱ - ۱۰:۸
د کندهار زون د ځمکو چارو کارکوونکو ته روزنیز پروګرام دائر شو

د کندهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست کي د کندهار زون، هلمند، زابل، اروزګان او دایکنډي ولایتونو د ځمکو چارو کارکوونکو ته د کدستري سروې، د ځمکوالۍ د معلوماتو سیستم او د ځمکو بانک، تصفیې او تثبیت حق مالکیت،انتقال او د تبادلې په برخو کي د وړتیا لوړولو او پوهاوي روزنیز پروګرام پیل شوی دی.
ددې پروګرام په پیل غونډه کې د کرنې وزارت د ځمکو چارو لوی رییس مولوی عبدالرحمن رحماني، د کندهار دکرنې رییس مولوی محمود مظلوم او یوشمېر نورو سیمه ییزو چارواکو شتون درلود. 
د غونډې په پیل کې د کندهار د کرنې رییس مولوي محمود مظلوم ټولو راغلو ګډون والو ته د ښه راغلاست وینا وکړل او زیاته یي کړه، چې یاد روزنیز پروګرامونه به د کارکوونکو د شته ستونزو په حل کي ډېر ګټور تمام شي. 
ورپسې د کرنې وزارت د ځمکو چارو لوی رییس مولوي عبدالرحمان رحماني د یاد روزنیز پروګرام په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل: «په ټولو زونونو کې ورته روزنیز پروګرامونه پیل شوي دي، چې موخه یې د کارکوونکو وړتیاوې لوړ او په سمه توګه د چارو پرمختګ دي.»
د ښاغلي رحماني په خبره په  دغه درې ورځنۍ روزنیز پروګرام کې د پنځو ولایتونو نږدې ۷۵ د ځمکو چارو ادارې کارکوونکي برخه اخیستې ده، چې په پلي کولو سره به یې د دوی وړتیاوې لوړ او چارې به په سمه توګه پرمخ ولاړ شي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۲۳
Background image

بررسی وضعیت باغ‌های گیلاس در ولسوالی گرزیوان فاریاب

۲۵ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
هیأتی متشکل از محمد ظریف رحیق آمر امور زراعتی  ریاست زراعت، آبیاری و مالداری نماینده گان  ریاست حفاظت محیط زیست و ریاست اقتصاد ولایت فاریاب، از باغ‌های گیلاس در. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

بهره‌برداری از کانال آبیاری به طول ۷۷۰۰ متر در نورستان

۲۶ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جمادی‌الاول ۱۴۴۸ هـ.ق
کانال آبیاری به طول ۷۷۰۰ متر میان قریه‌های پرونز و دیوی ولایت نورستان که با حمایت مالی برنامه جهانی غذا (WFP)، همکاری تخنیکی مؤسسه ان‌سی‌آر‌او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۱
Background image

آموزش ۱۴ مسئول کلینیک‌های حیوانی در بدخشان درباره نمونه‌گیری خون از حیوانات مشکوک به تب سه‌روزه

۲۶ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
به‌منظور تشخیص به‌موقع بیماری تب سه‌روزه حیوانی و بررسی وضعیت شیوع آن، برای ۱۴ تن از مسئولان کلینیک‌های حیوانی در ولایت بدخشان رهنمودهای تخنیکی درباره علایم بیماری،. . .

BACK TO NEWS