د ننګرهار کانال شرکت څخه د چاراکو لیدنه
۱۹ وږي ۱۴۰۲ه.ش
۲۴ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه.ق
د امیرالمومنین حفظه الله د دفتر رییس، د اقتصاد وزیر او و سره مل پلاوي د ننګرهار کانال شرکت بېلابېلې ساحې او فارمونه له نږدې وکتل.
د ننګرهار د کانال شرکت چارواکي وایي، چې د امیرالمومنین حفظه الله د دفتر رییس مولوي احمد جان بلال، د اقتصاد وزیر الحاج قاري دین محمد حنیف، د چارو ادارې د تدارکاتو عمومي رییس قاري عبدالولي صدیقي، د خزاینو رییس مولوي نصرت الله محمود، شیخ صاحب عبدالرحمن قانت، چې د ننګرهار کانال شرکت رییس مولوي غلام الرحمن کظیم یې ملتیا کوله د کانال شرکت د زیتونو فابرېکې، مالدارۍ فارم، خرما باغ، ماهیانو پروژې، کانال ورکشاپ او له یو شمېر نورو ساحو څخه له نږدې لیدنه وکړه.
راغلي پلاوی د یاد شرکت ټول کارونه وستایل او په ټولو برخو کې یې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ
