د کانال شرکت عوایدو زیاتوالي په پار هڅې؛ د نارنجانو بولي ترسره شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۶/۱۸ - ۹:۳۷
د کانال شرکت عوایدو زیاتوالي په پار هڅې؛ د نارنجانو بولي ترسره شوه

۱۸ وږي ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۳ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار کانال شرکت په څلورګونو فارمو کې د نارنجانو مېوه (سردرختي) په کابو دوه نیم ميليونه افغانیو وپلورل شو. 
د چارواکو په خبره څو ورځې وړاندې ددغو مېوو لومړنۍ داوطلبي په ۱۸۷۰ زره افغانیو شوې وه.
 د قانون او اصولو سره سم  يې بیا د مزایدې اعلان وشو، د مزایدې په دې بولۍ کې تېره ورځ پنځو تنو ونډه اخستې وه.
د رڼې، شفافې او ازادې بولۍ له لارې محمد رحیم د خلیل زوی وکولای شوه په کابو دوه نیم میلیونه افغانیو ( ۲۴۵۰۰۰ افغانیو) دغه بولي وګټل.
دغه بولي د ننګرهارکانال شرکت د دفتر امر قاري شکیل احمد (ذاهب خېرخواه ) په مشرۍ چې ورسره د تدارکاتو لوی مدير ، او نور مله و ترسره شوه.
دغه نارنجان به د هېواد د یو شمېر نورو ولایتونو سربېره پلازمېنې کابل ته هم ولېږل شي.
د ویلو ده، چې ننګرهار کانال په څلورګونو فارمونو کې په شاوخوا ۲۰۰ جريبه ځمکه باندې د نارنجانو بڼوڼه جوړ شوي دي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۲۳
Background image

بررسی وضعیت باغ‌های گیلاس در ولسوالی گرزیوان فاریاب

۲۵ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
هیأتی متشکل از محمد ظریف رحیق آمر امور زراعتی  ریاست زراعت، آبیاری و مالداری نماینده گان  ریاست حفاظت محیط زیست و ریاست اقتصاد ولایت فاریاب، از باغ‌های گیلاس در. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

بهره‌برداری از کانال آبیاری به طول ۷۷۰۰ متر در نورستان

۲۶ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جمادی‌الاول ۱۴۴۸ هـ.ق
کانال آبیاری به طول ۷۷۰۰ متر میان قریه‌های پرونز و دیوی ولایت نورستان که با حمایت مالی برنامه جهانی غذا (WFP)، همکاری تخنیکی مؤسسه ان‌سی‌آر‌او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۱
Background image

آموزش ۱۴ مسئول کلینیک‌های حیوانی در بدخشان درباره نمونه‌گیری خون از حیوانات مشکوک به تب سه‌روزه

۲۶ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
به‌منظور تشخیص به‌موقع بیماری تب سه‌روزه حیوانی و بررسی وضعیت شیوع آن، برای ۱۴ تن از مسئولان کلینیک‌های حیوانی در ولایت بدخشان رهنمودهای تخنیکی درباره علایم بیماری،. . .

BACK TO NEWS