ننګرهار کې د ختیځ زون په کچه دغنمو اصلاح شویو تخمونو پاکارۍ چارې روانې دي 

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۶ - ۱۱:۲
ننګرهار کې د ختیځ زون په کچه دغنمو اصلاح شویو تخمونو پاکارۍ چارې روانې دي 

۱۶ وږي ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۱ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه‍.ق
  د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې  ننګرهارکې  ډیری کرنیزو شرکتونو د غنمو د صلاح شوي تخمونو د پاکولو کارونه په چټکۍ سره روانې کړي دي.
  دغه راز هلال هډه وال کرنیز شرکت هم خپل د غنمو  تولید کړي ۳۵۰ مټریک ټنه تخمونو د پاک کارۍ، پروسیس او ګڼو نورو مرحلو لړۍ پیل کړه، چې سږ کال یې له ۵۰۰ جریبه کرنېزې ځمکې څخه ترلاسه ته کړیده .
د یاد شرکت مسؤل ډاکټر عبدالغفار لودین په وینا د غنمو تخمونه ددې شرکت د فني او تخنیکي ټیم پر مټ روزل شوي او تولید  شوي،  چې د ننګرهار پر ۵۰۰ جریبه ځمکه کرل شوې وه. 
‏‎ددغو غنمو  د پروسس مرحله نن پیل شوه چې په ښکلې بارجامه کې به بزګرانو  ته وړاندې شي .
 هلال هډه وال کرنیز شرکت مسؤلین تمه لري چې  کروندګر به ددوي د اصلاح شوي تخمونو په کارولو سره د ډېر حاصل تر لاسه او د خوړوخوندیتوب به رامنځته شي .
 همدارنګه هلال هډوال کرنیز  شرکت د راتلونکي کال لپاره د ۱۵۰۰ میټریک ټنو غنمو د اصلاح شوي تخم د تولید وړاندوینه کړې ده.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۲۳
Background image

بررسی وضعیت باغ‌های گیلاس در ولسوالی گرزیوان فاریاب

۲۵ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
هیأتی متشکل از محمد ظریف رحیق آمر امور زراعتی  ریاست زراعت، آبیاری و مالداری نماینده گان  ریاست حفاظت محیط زیست و ریاست اقتصاد ولایت فاریاب، از باغ‌های گیلاس در. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

بهره‌برداری از کانال آبیاری به طول ۷۷۰۰ متر در نورستان

۲۶ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جمادی‌الاول ۱۴۴۸ هـ.ق
کانال آبیاری به طول ۷۷۰۰ متر میان قریه‌های پرونز و دیوی ولایت نورستان که با حمایت مالی برنامه جهانی غذا (WFP)، همکاری تخنیکی مؤسسه ان‌سی‌آر‌او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۱
Background image

آموزش ۱۴ مسئول کلینیک‌های حیوانی در بدخشان درباره نمونه‌گیری خون از حیوانات مشکوک به تب سه‌روزه

۲۶ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
به‌منظور تشخیص به‌موقع بیماری تب سه‌روزه حیوانی و بررسی وضعیت شیوع آن، برای ۱۴ تن از مسئولان کلینیک‌های حیوانی در ولایت بدخشان رهنمودهای تخنیکی درباره علایم بیماری،. . .

BACK TO NEWS