دغزني دکرنې رییس: دکرنې د ودې او پراختیا په پار هڅې زموږ وجیبه ده

user-admin
شنبه ۱۴۰۲/۶/۱۱ - ۱۶:۱۵
دغزني دکرنې رییس: دکرنې د ودې او پراختیا په پار هڅې زموږ وجیبه ده


۱۱ وږی ۱۴۰۲ه‍.ش
١٦ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه‍.ق
 د غزني دکرنې ،اوبولګولو اومالدري رییس الحاج مولوي محمد ادریس حنیف دغزني دځنګل باغ څخه دلیدنې په ترڅ کې ددې بڼ کارکوونکو ته په خطاب کې وویل، چې د کرنې، بڼوالۍ او مالدارۍ د ودې او پراختیا په پار هڅه زموږ د ټولو اساسي دنده او وجیبه ده.
د غزني دکرنې رییس ددې لیدنې په لړ کې له طبیعي بوټو، مثمرو اوغیرمثمرو نیالګویو له قوریو او شنو خونو څخه نظارت اوڅارنه وکړه اودځنګل باغ له چارواکو اوباغ دارانو سره یې دځنګل باغ په بیاځلي زرغونولو خبرې وکړې.
 دغه راز کارکوونکو او بڼ لرونکو ته سپارښتنه وکړه، ترڅوهغه شنې خونې چي له کار ولیدلي دي ژرترژره جوړ او نوي بوټي مثمر او غیري مثمر نیالګي په کې وکرل شي.
د غزني دکرنې رییس دغه راز اړوندو چارواکو ته سپارښتنه وکړه، چې دځنګل بڼ اړوند هغه ځمکې چې داشخاصو لخوا غصب شوي دي بررسي او له غصب څخه خلاص شي.
د غزني دکرنې ،اوبولګولو اومالدري رییس الحاج مولوي محمد ادریس حنیف دغزني دځنګل باغ د کارکوونکو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او د ستونزو دحل ژمنه یې وکړه.

خبرهای تازه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۳
Background image

پروژه بهبود معیشت و تقویت تاب‌آوری در افغانستان برای سه سال دیگر تمدید شد

۲۷ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
مسوولان موسسه افغان اید می‌گویند، پروژه «ترویج بهبود معیشت و تقویت تاب‌آوری در جوامع آسیب‌پذیر افغانستان» که پیش از این برای یک سال در شش ولایت کشور تطبیق شده بود، برای. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۵۹
Background image

جلسه هیئت مدیره شرکت امارتی وادی ننگرهار برگزار شد

۲۷ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه هیئت مدیره شرکت امارتی وادی ننگرهار به ریاست مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با حضور مسئولان وزارت‌های مالیه، صنعت و تجارت،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۵۶
Background image

مبارزه گسترده علیه حشره کفشک در بادغیس؛ صدها جریب زمین زراعتی پاک‌سازی شد

۲۷ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
۳۰ ذی‌القعده ۱۴۴۷ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس می‌گوید، کارمندان مسلکی بخش حفاظت نباتات با همکاری دهاقین، مبارزه علیه حشره کفشک را تشدید کرده‌اند که. . .

بازگشت به خبرها