د کندهار کرنې ریاست کې د ښې همغږۍ په پار غونډه دائره شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۱ - ۱۵:۱۹
د کندهار کرنې ریاست کې د ښې همغږۍ په پار غونډه دائره شوه

۱ وږی ۱۴۰۲ه‍.ش
۶ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه‍.ق
په هغه غونډه کې چې د کندهار دکرنې رییس مولوی محمود مظولو په مشرۍ جوړه شوې وه، د کندهار دکرنې ریاست آمرینو او مدیرانو ګډون درلود.
په دې غونډه کې د کندهار دکرنې ریاست آمرینو او مدیرانو په خپل وار سره  د څانګو وړاندیزونه او ستونزې د کندهار دکرنې رییس سره شریکې کړې.
ورپسې د کندهار دکرنې رییس مولوی محمود مظلوم د یادو چارواکو  د خبرو له اورېدو وروسته د څانګو له مسوولينو څخه وغوښتل، چې د ریاست کارکوونکي باید پر ټاکلي وخت رسمیاتو ته حاضر شي، ټول کارکوونکي مکلف دي، چې د فساد مخنیوي وکړي، کارکوونکي باید ځانونه د سیرت او شریعت مطابق جوړ او لمونځ پر جماعت سره ادا کړي، ټول آمریتونه او مدیریتونه باید خپل کاري راپور د پلان مدیریت ته پر خپل وخت وسپاري، د ریاست ټولې مطبوعاتي کړنې او فعالیتونه باید د مطبوعاتو د مدیریت له لارې نشر شي هیڅ آمر او مدیر یې پر خپل سر د نشرولو حق نه لري، د ریاست ټول رسمي کارونه باید د اجرائیه مدیریت له لارې پلي شي 
په پای کې دکندهار دکرنې رییس مولوی محمود مظلوم د دغه رياست ټولو مسوولينو ته لازمې لارښوونې وکړې او له هغوی څخه یې وغوښتل تر څو د خپلو څانګو په ټولو برخو کې په جدي توګه هڅې وکړي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۲۳
Background image

بررسی وضعیت باغ‌های گیلاس در ولسوالی گرزیوان فاریاب

۲۵ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
هیأتی متشکل از محمد ظریف رحیق آمر امور زراعتی  ریاست زراعت، آبیاری و مالداری نماینده گان  ریاست حفاظت محیط زیست و ریاست اقتصاد ولایت فاریاب، از باغ‌های گیلاس در. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

بهره‌برداری از کانال آبیاری به طول ۷۷۰۰ متر در نورستان

۲۶ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جمادی‌الاول ۱۴۴۸ هـ.ق
کانال آبیاری به طول ۷۷۰۰ متر میان قریه‌های پرونز و دیوی ولایت نورستان که با حمایت مالی برنامه جهانی غذا (WFP)، همکاری تخنیکی مؤسسه ان‌سی‌آر‌او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۱
Background image

آموزش ۱۴ مسئول کلینیک‌های حیوانی در بدخشان درباره نمونه‌گیری خون از حیوانات مشکوک به تب سه‌روزه

۲۶ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
به‌منظور تشخیص به‌موقع بیماری تب سه‌روزه حیوانی و بررسی وضعیت شیوع آن، برای ۱۴ تن از مسئولان کلینیک‌های حیوانی در ولایت بدخشان رهنمودهای تخنیکی درباره علایم بیماری،. . .

BACK TO NEWS