د پکتیا ولایت د غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت تخنیکي پلاوي اونیزه غونډه دائره شوه

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۶ - ۱۵:۵۶
د پکتیا ولایت د غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت تخنیکي پلاوي اونیزه غونډه دائره شوه


۲۶ زمری ۱۴۰۲ه‍.ش
۱ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه‍.ق
د پکتیا ولایت د غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت تخنیکي پلاوي اونیزه کاري غونډه تر سره کړه.
یاده غونډه چې د پکتیا ولایت د احکامو او فرامینو د تعقیب او نظارت ریاست کې جوړه شوې وه پکې د غصب د مخنیوي او غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت تخنیکي پلاوی غړو ګډون درلود.
د غونډې په پیل کې د پکتیا ولایت د غصب مخنیوي او غصب شوو ځمکو د تشخیص او تثبیت تخنیکي پلاوي رییس مولوي عبدالرؤف سعید غونډې ته د پیل وینا واوروله او همدارنګه د مرکز څخه د راغلي پلاوی د هدایت اړوند مفصل معلومات شریک کړل. ورپسې د تخنیکي پلاوي سکرتر مولوي عبدالجلیل شاکر د تېرې اوونۍ د کاري پلان مطابق د ترسره شویو اجرااتو او تر لاسه شوو پایلو اړوند معلومات او راپور وړاندې کړل.
 د غونډې په جریان کې د تخنیکي پلاوي غړي په ګروپونو ووېشل شول تر څو د تخنیکي پلاوي په ځينو دوسيو چې نیمګړتیاوي یې د عمومي کمیسیون څخه د راغلي پلاوي لخوا په ګوته شوي وي د هغوی د رفع کولو لپاره درې ګرځنده ټیمونه وګمارل شول، چې یو ټیم به د یکشنبي ورځ پټان ولسوالی ته د خروټو او منګل موضوع ته رسېدنه کوي، دویم ګرځنده ټیم د دوشنبي ورځ د ډبرو سکرو لپاره د سیمې د تعین او دوسیې ته د رسیده ګي او دریم ګرځنده ټیم د ځینو دوسیو د اسنادو د تطبیق لپاره سفر کوي او پاتي نیمګړتیاوي به رفع کوي.
او همدارنګه د غونډي په څنډه کې د ځینو مراجعینو سره د یاد تخنیکي پلاوي غړو لیدنه وکړه او د دوی ستونزې یې واورېدل.
همدارنګه د په دې غونډه کې  نویو عرایضو او مکاتبو احکامول او مربوطه مراجعو ته راجع کول او همدارنګه پر ځینو نورو موضوعاتو خبرې اترې وشوې

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۲۳
Background image

بررسی وضعیت باغ‌های گیلاس در ولسوالی گرزیوان فاریاب

۲۵ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
هیأتی متشکل از محمد ظریف رحیق آمر امور زراعتی  ریاست زراعت، آبیاری و مالداری نماینده گان  ریاست حفاظت محیط زیست و ریاست اقتصاد ولایت فاریاب، از باغ‌های گیلاس در. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

بهره‌برداری از کانال آبیاری به طول ۷۷۰۰ متر در نورستان

۲۶ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جمادی‌الاول ۱۴۴۸ هـ.ق
کانال آبیاری به طول ۷۷۰۰ متر میان قریه‌های پرونز و دیوی ولایت نورستان که با حمایت مالی برنامه جهانی غذا (WFP)، همکاری تخنیکی مؤسسه ان‌سی‌آر‌او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۱
Background image

آموزش ۱۴ مسئول کلینیک‌های حیوانی در بدخشان درباره نمونه‌گیری خون از حیوانات مشکوک به تب سه‌روزه

۲۶ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
به‌منظور تشخیص به‌موقع بیماری تب سه‌روزه حیوانی و بررسی وضعیت شیوع آن، برای ۱۴ تن از مسئولان کلینیک‌های حیوانی در ولایت بدخشان رهنمودهای تخنیکی درباره علایم بیماری،. . .

BACK TO NEWS