د هلمند دکرنې رییس د اصلاح شویو تخمونو شرکتونو له چارواکو سره وکتل

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۶ - ۱۵:۴۵
د هلمند دکرنې رییس د اصلاح شویو تخمونو شرکتونو له چارواکو سره وکتل


۲۶ زمری ۱۴۰۲ه‍.ش
۱ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي نظرمحمد صدیقي د اصلاح شویو تخمونو د خصوصي شرکتونو له چارواکو سره د همغږۍ ناسته وکړه. 
د یادې ناستې پر مهال د جنوب لویدیځ زون لپاره د اصلاح شویو تخمونو تصدیق ورکول آمر حافظ هدایت الله هدایت، د کرنیزو څېړنو مدیر انجنیر فریداحمد ناصري، د بست کرنیز شرکت رییس، اتحاد هلمند شرکت رییس، حبیب هلمند شرکت رییس، نورزایي شرکت استازی، هلمند مثمر شرکت رییس، قدرت سمیع شرکت رییس او د اصلاح شویو تخمونو دولتي تصدی چارواکو او اړونده مامورینو ګډون درلود.
په دې نساته کې د هلمند دکرنې رییس د اصلاح شویو تخمونو پر ارزښت او اهمیت خبرې وکړې، هغه وویل داچې هلمند یو کرنیز ولایت دی او د وګړو زیاته برخه یې په کرنه بوخت دي، نو اړینه ده چې ځمکوالو ته با کیفیته اصلاح شوي تخمونه تولید او د دوی په واک کې ورکول شي. نوموړي د خپلو خبرو په دوام وویل، چې د کرنې ادارې ترڅنګ د کرنیز خصوصي شرکتونونو مسؤلین باید ځمکوالو ته د اصلاح شویو تخمونو د کرلو برخه کې عامه پوهاوی ورکړي ترڅو دوی وهڅېږي پخپلو ځمکو کې اصلاح شوي تخمونه وکري، هغه همدا رنګه د خصوصي شرکتونو مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه، چې هلمند کې دې د اصلاح شویو تخمونو تولید او تکثیر عام کړي، هڅه دې وکړي ترڅو د بېلابېلو ارزښت لرونکو نباتاتو د تخمونو ترویج او تکثیر ته پاملرنه وکړي، هغه نباتات چې هلمند کې عام دي باید د هغو ټولو تخمونو پر اصلاح او تکثیر باندې کار وشي او عملآ تر بزګرو پورې ورسول شي، تر څو ځمکوال لوړ حاصلات او د قناعت وړ عاید ترلاسه کړي.

ورپسې د اصلاح شویو تخمونو تصدیق ورکولو آمریت له لوري د کروندې د تفتیش او لابراتوار اړوند شرایط د منظور شوي طرزالعمل له مخې تشریح کړل شول او د شرکتونو مسؤلینو ته یې سپارښتنه وکړه، ترڅو د تخمونو د تولید او پروسس په برخه کې ورته ځانګړې پاملرنه وکړي.
وروستیو کې د کرنیزو شرکتونو مسؤلینو په وار سره یو شمېر ستونزې او غوښتنې شریکې کړې، چې د هلمند دکرنې رییس یې د حل په اړه د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.

خبرهای تازه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۴:۴۹
Background image

بهره‌برداری از چکدم‌ها و حوض‌های ذخیره آب در فاریاب برای تقویت مدیریت منابع آبی

۱۱ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ شوال ۱۴۴۷ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت فاریاب با همکاری یک نهاد همکار، پروژه اعمار دو باب چکدم و دو حوض ذخیره آب را به هدف بهبود مدیریت منابع آبی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۴:۴۷
Background image

آغاز پاک‌کاری کانال‌ها و جوی‌های فارم تحقیقاتی باغ ذخیره تالقان در تخار

۱۱ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ شوال ۱۴۴۶ هـ.ق
کار عملی پاک‌کاری کانال‌ها و جوی‌های فارم تحقیقاتی باغ ذخیره تالقان ولایت تخار با حضور قاری قطب‌الدین دهنوی، رئیس زراعت، آبیاری و مالداری تخار آغاز شد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۴:۴۶
Background image

بازدید و نظارت از فارم‌های گاوداری جدید در ولایت فراه

۱۱ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ شوال المکرم ۱۴۴۷ هـ.ق
به ادامه برنامه‌های ترویجی و نظارتی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت فراه، از چهار باب فارم گاوداری جدیدالتأسیس در این ولایت بازدید و نظارت. . .

بازگشت به خبرها