د هلمند دکرنې ریاست: نوزاد ولسوالی کې د التیګي کاریز رغنیزې چارې پیلېږي

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۳ - ۱۳:۵۴
د هلمند دکرنې ریاست: نوزاد ولسوالی کې د التیګي کاریز رغنیزې چارې پیلېږي

۲۳ زمری ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي نظرمحمد صدیقي د سورصلیب نړیوالې ادارې د اقتصادي برخې مسؤل ښاغلي حسین ابراهیم رسول سره په کتنه کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وکړې. 
دیادې لیدنې په ترڅ کې ښاغلي رسول په دې ولایت کې د کرنې په برخه کې د نوزاد ولسوالی اړوند التیګي کاریز د ځینو برخو په اساسي ډول رغونې، د یاد کاریز د پاکولو او د سیمې خلکو ته د کاري زمینې برابرولو د پروژې د پیل په اړه لازم معلومات وړاندې کړل. 
نوموړي وویل یاد کاریز چې شاوخوا ١٧٧٤ متره اوږدوالی لري د بشري ځواک پر مټ به پاک کاري او ځینې سیمې، چې د یاد کاریز په مسیر کې ودانیزو چارو ته اړتیا لري، په اساسي ډول ورغوي، چې په یاده پروژه کې به سلګونه سیمییزو کسانو ته د کار په مقابل کې نغدې پیسې ورکول کېږي .
د هلمند دکرنې رییس د سور صلیب نړیوالې ادارې د اقتصادي برخې مسوول حسین ابراهیم رسول ته په دې ولایت کې د کار کولو په برخه کې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ او ويې ویل :«داچې د هلمند ولایت د شمالي ولسوالیو کاریزونه او د اوبو ویالې اساسي رغولو ته اړتیا لري، په دې برخه کې د هر ډول کاري اسانتیاوو په برابرولو کې کرنې ریاست د ولایت محترم مقام سره په همغږۍ د سورصلیب نړیوالې ادارې سره همکارۍ ته چمتو دی تر څو د اوبو د مدیریت په برخه کې اساسي او بنیادي نوښتونه رامنځته شي.»
 د هلمند دکرنې رییس د خپلو خبرو په دوام وویل، څرنګه چې هلمند ولایت د نورو ولایتونو په پرتله سخت ځپل شوی دی، د ولسونو ضرورتونه او اړتیاوې هم زیاتې دي، نو اړینه ده چې ددې ولایت د کرنیز اقتصاد پیاوړتیا په برخه کې اغېزناکې اقتصادي پروژې پلي شي چې د اړتیا په صورت کې کولی شو د مهمو او بنیادي پروژو وړاندیزونه درسره د تمویل په موخه شریک کړو.
وروستیو کې ښاغلي رسول د هلمند دکرنې رییس سره ژمنه وکړه، چې د هلمند په ولایت کې به د یادې پروژې په دوام هڅه وکړي ترڅو نورو مهمو برخو کې هم داډول کارونه پلان او سرته ورسوي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۲۳
Background image

بررسی وضعیت باغ‌های گیلاس در ولسوالی گرزیوان فاریاب

۲۵ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
هیأتی متشکل از محمد ظریف رحیق آمر امور زراعتی  ریاست زراعت، آبیاری و مالداری نماینده گان  ریاست حفاظت محیط زیست و ریاست اقتصاد ولایت فاریاب، از باغ‌های گیلاس در. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

بهره‌برداری از کانال آبیاری به طول ۷۷۰۰ متر در نورستان

۲۶ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جمادی‌الاول ۱۴۴۸ هـ.ق
کانال آبیاری به طول ۷۷۰۰ متر میان قریه‌های پرونز و دیوی ولایت نورستان که با حمایت مالی برنامه جهانی غذا (WFP)، همکاری تخنیکی مؤسسه ان‌سی‌آر‌او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۱
Background image

آموزش ۱۴ مسئول کلینیک‌های حیوانی در بدخشان درباره نمونه‌گیری خون از حیوانات مشکوک به تب سه‌روزه

۲۶ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
به‌منظور تشخیص به‌موقع بیماری تب سه‌روزه حیوانی و بررسی وضعیت شیوع آن، برای ۱۴ تن از مسئولان کلینیک‌های حیوانی در ولایت بدخشان رهنمودهای تخنیکی درباره علایم بیماری،. . .

BACK TO NEWS