د هلمند دکرنې رییس: د عایداتي سرچینو ترتیب او تنظیم چارې باید په روڼتيا تنظیم او مدیریت شي

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۵/۲۱ - ۱۰:۵۹
د هلمند دکرنې رییس: د عایداتي سرچینو ترتیب او تنظیم چارې باید په روڼتيا تنظیم او مدیریت شي

٢١ زمری ۱۴۰۲ه‍.ش
٢٥ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
 د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي نظر محمد صدیقي دهلمند  د کرنې ریاست اړوندو آمرینو، مدیرانو او مامورینو سره اداري ناسته وکړه.
په دې ناسته کې ښاغلي صدیقي خبرې وکړې او دغه ډول ناستې یې د همغږۍ رامنځته کولو، د ستونزو او وړاندیزونو شریکولو په موخه مهمې او اغېز ناکې وبللې، هغه  ټولو کارمندانو ته د ولسونو ستونزو ته د ښې رسېدنې برخه کې لازمې سپارښتنې وکړې.
هغه زیات کړه چې اړونده کارمندان باید د نظام د اصولو سره سم سلسله مراتب مراعت کړي، ددې ترڅنګ کارمندان باید خپلې ټولې چارې د اداري پروسې په ترکیب کې په منظم ډول سرته ورسوي.
ښاغلي صدیقي  همدارنګه ټولو کارکوونکو ته په څو مواردو کې لازمې او د پام وړ توصیې او سپارښتنې وکړې 
هغه زیاته کړه ، د عایداتي منابعو ترتیب او تنظیم چارې باید په درست او شفاف ډول تنظیم او مدیریت کړل شي، همدارنګه کوم ارقام او راپورونه چې د کرنې  وزارت تر څنګ یې بېلابېل مقامات غوښتنه کوي په دقیق ډول باید ترتیب او اړوندو مراجعو ته ولېږل شي.
 هغه د ځمکو آمریت مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه ترڅو د اجارو له مدرکه د پوروړو اشخاصو د پورونو پر اداینې ټینګار وکړي او اجارې یې د امارت د عوایدو حساب کې جمع کړي، ددې ترڅنګ په یادو سپارښتنو کې یې د املاکي دوسیو د ارزونې په موخه د لازمو اجرائتو ترسره کولو هدایتونه ورکړل.
نوموړي همدارنګه د ځمکوالو شکایتونو په اساس یادونه وکړه چې په مرکز او ولسوالیو کې دې په خپل سري او غیر قانوني توګه په مېلو او غیر قانوني هټیو کې د نباتي او حیواني درملو د پلور په کلکه مخنیوی وشي، د قانوني درمل پلورونکو ددرملو د پلور قیمتونه دې کنترول او تر نظارت لاندې ونیول شي، ترڅو عام ځمکوال د بې کیفیته، تاریخ تېرو او جعلي درملو له امله زیانمن نشي.
ورپسې ددې ادارې آمرینو، مدیرانو او مامورینو په وار سره خپلې ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه د هلمند د کرنې رییس سره شریک کړل، چې د حل په برخه کې ورته د همکارۍ ډاد ورکړل شو.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۲۳
Background image

بررسی وضعیت باغ‌های گیلاس در ولسوالی گرزیوان فاریاب

۲۵ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
هیأتی متشکل از محمد ظریف رحیق آمر امور زراعتی  ریاست زراعت، آبیاری و مالداری نماینده گان  ریاست حفاظت محیط زیست و ریاست اقتصاد ولایت فاریاب، از باغ‌های گیلاس در. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

بهره‌برداری از کانال آبیاری به طول ۷۷۰۰ متر در نورستان

۲۶ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جمادی‌الاول ۱۴۴۸ هـ.ق
کانال آبیاری به طول ۷۷۰۰ متر میان قریه‌های پرونز و دیوی ولایت نورستان که با حمایت مالی برنامه جهانی غذا (WFP)، همکاری تخنیکی مؤسسه ان‌سی‌آر‌او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۱
Background image

آموزش ۱۴ مسئول کلینیک‌های حیوانی در بدخشان درباره نمونه‌گیری خون از حیوانات مشکوک به تب سه‌روزه

۲۶ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
به‌منظور تشخیص به‌موقع بیماری تب سه‌روزه حیوانی و بررسی وضعیت شیوع آن، برای ۱۴ تن از مسئولان کلینیک‌های حیوانی در ولایت بدخشان رهنمودهای تخنیکی درباره علایم بیماری،. . .

BACK TO NEWS