د ننګرهارکانال شرکت د ځان بساینې او کورني تولیداتو پیاوړتیا په پار هلې ځلې کوي 

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۹ - ۱۲:۰
د ننګرهارکانال شرکت د ځان بساینې او کورني تولیداتو پیاوړتیا په پار هلې ځلې کوي 

۱۹ زمری ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار کانال زيتونو فابريکه کې له نږدې څلورو لسيزو وروسته د صابون، د روميانو روب او بېلابېل ډوله اچارو د توليد برخه فعاله کړې او توليدات يې پيل کړل.
په دې فابریکه کې هېوادوالو ته وطني او اعلی ډوله صابون، باکیفیته رومیانو روب، بېلابېل ډوله چنکي باب تولیدېږي، چې موخه یې د پردیو له اختیاجه ځان خلاصول، ځان بساینه او د ننګرهارکانال شرکت د عوایدو لوړول دي. 
د دې فابريکې توليدات  په دې ځانګړي او باکيفيته دي، چې ډېره کمه سلنه کېمياوي توکي په کې کارول کېږي یانې سوچه او خالص دي. 
دننګرهار د کانال شرکت د چارواکو په وینا ، دغه برخې يې د پخوانيو ماشينونو له ترميم وروسته فعالې کړي او تر دې وروسته به بازار ته د اړتيا وړ توليدات وړاندې کوي .
د ننګرهار کانال شرکت رییس مولوی غلام الرحمن کظیم وویل: «په دې فابريکه کې يې له نږدې څلورو لسيزو وروسته د ځان او جامو مینځلو صابون، چي پخپل ترکیب کې یوه اندازه زیتونو تېل هم لري او جلد ته ګټه رسوي شته دی، د روميانو روب او بېلابېل ډوله اچارو د توليد ماشينونه بېرته فعال شوي او اوس يې پروسس پيل شوی دی.»
ښاغلی کظیم وویل: «د توليدېدونکو اجناسو خام مواد د کانال پر ځمکه له شته حاصلاتو تر لاسه کېږي او د بازار اړتيا ته په کتو به يې د توليداتو کچه لوړېږي، او د رومیانو د روب څخه موخه د رومي بانجانو د ضایعاتو مخنیوی، غیر موسمي وخت کې له همدې روبو څخه ګټه پورته کول، د وارداتي روبو مخنیوی د بزګرانو تولیداتو ته بازار موندنه او د کانال شرکت او د بزګرانو د اقتصاد پیاوړي کول دي.»
بل پلو بیا د زیتونوفابريکې امر مولوي اختر محمد هاشمي وايي، که د دې فابريکې ټولې برخې فعاله او تخنيکي وسايل او د کارکوونکو شمېر يې زيات شي، توليدات يې د هېواد د ډېرو ولايتونو د اوسېدونکو اړتياوې پوره کولی شي.
د ننګرهار زيتونو فابريکه چې اوس په کې بېلابېل توکي توليدېږي، په لومړيو کې د اته زره ټنه توليد په ظرفيت جوړه شوې وه او اوس څلور زره ټنه توليدات پروسس کولی شي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۲۳
Background image

بررسی وضعیت باغ‌های گیلاس در ولسوالی گرزیوان فاریاب

۲۵ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
هیأتی متشکل از محمد ظریف رحیق آمر امور زراعتی  ریاست زراعت، آبیاری و مالداری نماینده گان  ریاست حفاظت محیط زیست و ریاست اقتصاد ولایت فاریاب، از باغ‌های گیلاس در. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

بهره‌برداری از کانال آبیاری به طول ۷۷۰۰ متر در نورستان

۲۶ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جمادی‌الاول ۱۴۴۸ هـ.ق
کانال آبیاری به طول ۷۷۰۰ متر میان قریه‌های پرونز و دیوی ولایت نورستان که با حمایت مالی برنامه جهانی غذا (WFP)، همکاری تخنیکی مؤسسه ان‌سی‌آر‌او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۱
Background image

آموزش ۱۴ مسئول کلینیک‌های حیوانی در بدخشان درباره نمونه‌گیری خون از حیوانات مشکوک به تب سه‌روزه

۲۶ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
به‌منظور تشخیص به‌موقع بیماری تب سه‌روزه حیوانی و بررسی وضعیت شیوع آن، برای ۱۴ تن از مسئولان کلینیک‌های حیوانی در ولایت بدخشان رهنمودهای تخنیکی درباره علایم بیماری،. . .

BACK TO NEWS