چک او دایمیرداد ولسوالیو کې د غنمو له ننداریزو قطعو څخه لیدنه وشوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۵ - ۱۰:۳۷
چک او دایمیرداد ولسوالیو کې د غنمو له ننداریزو قطعو څخه لیدنه وشوه

۱۵ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست پلاوي د چک او دایمیرداد ولسوالیو اړوند سیمو کې له هغو ننداریزو قطعو څخه لیدنه وکړه چې د غنمو د ښه حاصل د هڅونې لپاره جوړې شوې دي.
د کرنې رئیس الحاج مولوي نیازمحمد عابد د یاد ریاست له یو شمېر مسلکي کارکوونکو سره یوځای د چک ولسوالۍ د بندي چک ساحې او د دایمیرداد ولسوالۍ اړوند د بابک کلي نمایشي قطعو څخه لیدنه وکړه. دغه قطعې د کرنیزو خدمتونو عمومي مدیریت په همغږۍ د ۱۴۰۴ کال د وري میاشتې په ۱۵مه نېټه کرل شوې وې.
د یادو نمایشي قطعو د کښت پر وخت، هر بزګر ته د هرې قطعې لپاره ۱۲ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم، ۱۲ کیلوګرامه ډاپ سره او ۶ کیلوګرامه یوریا ورکړل شوې وه. د کرنې مسؤلینو وویل چې د کروندو عمومي وضعیت ښه دی، خو ځینې ستونزې لکه هرزه بوټي هم لري.
د کرنې رئیس مولوي نیازمحمد عابد بزګرانو او کرنیزو کارکوونکو ته د هرزه بوټو د مدیریت، پر وخت اوبو لګولو او سرې ورکولو په اړه مفصلې لارښوونې وکړې. نوموړي ټینګار وکړ چې باید هرزه بوټي له کروندې وویستل شي او په یوه لري او ځانګړي ځای کې تر خاورو لاندې شي، څو یې تخمونه بیا زرغون نه شي.
نمایشي قطعې د دې لپاره جوړېږي چې بزګرانو ته د نوې ټکنالوجۍ، اصلاح شویو تخمونو او مناسبو کرنیزو میتودونو اغېزې عملي وښودل شي. دا بهیر له تېرو کلونو راهیسې د کرنې وزارت تر چتر لاندې په بېلابېلو ولایتونو کې ترسره کېږي. بزګرانو د کرنې له ریاست مننه وکړه او د ورته نورو نمایشي قطعو د جوړولو غوښتنه یې وکړه.

خبرهای تازه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۵۱
Background image

آغاز کمپاین کنترول امراض و آفات نباتی در ولسوالی رخه

۶ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
کارمندان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پنجشیر در  ولسوالی رخه کمپاین کنترول و جلوگیری از امراض و آفات نباتی را در شماری از قریه‌جات این ولسوالی آغاز کرد.
این. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۴۹
Background image

دیدار رئیس زراعت پنجشیر با مسئول کمیته صلیب سرخ پیرامون تداوم همکاری‌ها در بخش زراعت

۶ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
قاری فضل‌الله دیوبند رئیس زراعت، آبیاری و مالداری در یک دیدار رسمی با هدایت‌الله ساحل مسئول کمیته صلیب سرخ و هیئت همراهش در مقر این ریاست دیدار و گفتگو کرد.
در این دیدار. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۴۸
Background image

سفر هیئت تخنیکی به کندز برای سروی و تثبیت چراگاه‌ها

۶ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
هیئتی تخنیکی از سوی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به‌منظور سروی، تشخیص و تثبیت چراگاه‌های ولایات شمالی کشور، پس از ولایت بغلان به ولایت کندز سفر کرد. 
این هیئت به رهبری. . .

بازگشت به خبرها