پاکستان ته په غير قانوني ډول د پسونو د قاچاق مخه ونیول شوه
![پاکستان ته په غير قانوني ډول د پسونو د قاچاق مخه ونیول شوه](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2024-06/whatsapp_image_2024-06-02_at_15.04.58_1de083aa.jpg)
۱۳ غبرګولی ۱۴۰۳ه.ش
۲۵ ذوالقعده ۱۴۴۵ه.ق
د کندهار ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست وایي، چې ددې ولايت د امنيتي ځواکونو په همکارۍ شورابک ولسوالی ته څېرمه د ۹۴۰ پسونو د قاچاق مخه ونېول شوه، چې په غير قانوني ډول پاکستان ته لېږدېدل.
د دوی په خبره په دې تړاو کسان نیول شوي دي او د لازیاتو څېړنیو لپاره اړوندو ارګانونو ته سپارل شوي دي.
باید وویل شي،هېڅوک حق نلري چې په غير قانوني ډول مالونه نورو هېوادونو ته ولېږدي.