معین مالی و اداری وزارت زراعت با والی جوزجان دیدار و از ریاست زراعت این ولایت بازدید کرد
۷ سنبله ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی نورالدین عمیر معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در جریان سفر رسمی به ولایت جوزجان، با قاری اسماعیل راسخ والی این ولایت دیدار و درباره وضعیت زراعت و همکاریهای مشترک گفتگو کرد.
در این دیدار، پیرامون وضعیت بخش زراعت، رسیدگی به مشکلات دهقانان، بهبود امور اداری و تقویت هماهنگی میان ادارههای محلی و وزارت زراعت بحث و تبادل نظر صورت گرفت.
معین مالی و اداری وزارت زراعت همچنین از ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت جوزجان بازدید کرد و فعالیتها و عملکرد این ریاست، امور مالی، اداری و تدارکاتی، عشر و زکات، امور ارضی و سایر بخشها را مورد بررسی قرار داد.
مسئولان ریاست زراعت جوزجان در این نشست گزارش فعالیتهای کاری و مشکلات موجود را ارائه کردند. مولوی نورالدین عمیر پس از استماع گزارشها، برای بهبود امور و رفع مشکلات رهنمودهای لازم ارائه کرده و بر نظم اداری، شفافیت، مسئولیتپذیری و ارائه خدمات بهتر به مردم تأکید کرد.
وی از مسئولان و کارمندان ریاست زراعت جوزجان خواست تا با احساس مسئولیت و تلاش بیشتر، برای رسیدگی به مشکلات مردم و تحقق اهداف وزارت زراعت اقدام کنند.
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د جوزجان له والي سره وکتل او د دغه ولایت د کرنې ریاست څخه لیدنه وکړه
۷ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۵ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر جوزجان ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له والي قاري اسماعیل راسخ سره وکتل او د کرنې د وضعیت او ګډو همکاریو په اړه یې خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې د کرنې د برخې د وضعیت، د بزګرانو ستونزو ته د رسېدنې، د اداري چارو د ښه والي او د سیمهییزو ادارو او د کرنې وزارت ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا په اړه بحث او نظرونه شریک شول.
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال همدارنګه د جوزجان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست څخه لیدنه وکړه او د دغه ریاست فعالیتونه او کاري بهیر، مالي، اداري او تدارکاتي چارې، د عشر او زکات، ځمکو او نورو برخو فعالیتونه یې وڅېړل.
د جوزجان د کرنې ریاست چارواکو په دې ناسته کې د خپلو کاري فعالیتونو او شته ستونزو په اړه راپور وړاندې کړ. مولوي نورالدین عمیر د راپورونو له اورېدو وروسته، د چارو د ښه والي او ستونزو د حل په موخه لازمې لارښوونې وکړې او پر اداري نظم، روڼتیا، مسؤولیتپذیرۍ او خلکو ته د لا غوره خدمتونو پر وړاندې کولو یې ټینګار وکړ.
نوموړي د جوزجان د کرنې ریاست له چارواکو او کارکوونکو وغوښتل، چې له لا ډېر مسؤولیتپذیرۍ او هڅو سره د خلکو ستونزو ته د رسېدنې او د کرنې وزارت د موخو د تحقق لپاره خپلې چارې ترسره کړي.
