لغمان کې لسګونو کورنیو سره د پروسس توکو مرسته وشوه
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د نه انلوس مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ایټالیوي ټولنې په مالي ملاتړ، د مرکز مهترلام اړوند ۱۷۵ مستحقو کورنیو ته د سبو او مېوو د پروسس لپاره د بسته بندۍ پنځه قلمه توکي او اړین وسایل ووېشل شول.
په دې مرسته کې هرې کورنۍ ته ۵۰ پلاستیکي بوتلونه، ۴۸ د شیشې لرونکي پلاستیکي بوتلونه ، یوغټ ډرم، یو سطل او یو پرېس ماشین ورکړل شول.
د مرستو د وېش لړۍ د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي سلیمان ایمن په لارښوونه، د کرنیزو چارو آمر انجینر بریالي همدرد، د کرنې تخنیکي سلاکار سردار زیار، د اقتصاد ریاست استازي او د نه انلوس مؤسسې استازي ډاکټر عبدالستار رحیمي په حضور کې پرانیستل شوه.
د یادې مرستې موخه د اړمنو کورنیو اقتصادي پیاوړتیا، د کرنیزو تولیداتو ښه ساتنه او د مېوو او سبو د ضایع کېدو مخنیوی بلل شوی دی.
