لغمان کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې درې دېرشمه غونډه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۸ - ۱۰:۰
لغمان کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې درې دېرشمه غونډه

لغمان کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غړو د لغمان دکرنې رييس  مولوی محمد ولي محسن په مشرۍ د لغمان د ښاروالۍ په رياست کې خپله دري دېرشمه غونډه دائره کړه.
د غونډې په پيل کې د لغمان دکرنې رييس او د کمېټې مشر مولوي محمدولي محسن لارښوونکې وینا ویلو ترڅنګ د تېرې غونډی دپریکړو دتطبیق ارزونه وکړه.
 په دې غونډه کې چارواکو دعلینګار ولسوالۍ اړوند پړوایي سیمې عارضینو موضوع چې دبدیع الزمان په کرنیزې ځمکې باندې ادعا کړي وه، چې دتخنیکي پلاوی دبحث څخه وروسته پریکړه وکړه چې یاده موضوع د اشخاصو ترمنځ په شخصي ځمکه منازعه راغلي دکاري ارتباط له مخې یې محکمې ته ولیږله دبحث او تصمیم نیونې څخه وروسته تخنیکي پلاوی دمرکز پورې اړوند R1 سیمي، بدیع الاباد او شلټک سیموته دامارتي ځمکو دتثبیت او تشخیص په موخه سفر وکړ او په ترڅ کې یې دR1 په سیمه کې د بدني روزنې امریت اړوند 75 جریبه ځمکه،دبدیع الاباد په سیمه کې 27,30,32,33,34,71 ګڼې قطعې ځمکې چې په کدستري نقشې کې امارتي ثبتې وې د 26.32 جریبه په مساحت سره  او دشلټک په سیمه کې 2215 جریبه امارتي ځمکه چې په ټوله کې 2316.16جریبه ځمکه امارتي تثبیت او تشخیص شوه.

خبرهای تازه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۳
Background image

پروژه بهبود معیشت و تقویت تاب‌آوری در افغانستان برای سه سال دیگر تمدید شد

۲۷ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
مسوولان موسسه افغان اید می‌گویند، پروژه «ترویج بهبود معیشت و تقویت تاب‌آوری در جوامع آسیب‌پذیر افغانستان» که پیش از این برای یک سال در شش ولایت کشور تطبیق شده بود، برای. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۵۹
Background image

جلسه هیئت مدیره شرکت امارتی وادی ننگرهار برگزار شد

۲۷ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه هیئت مدیره شرکت امارتی وادی ننگرهار به ریاست مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با حضور مسئولان وزارت‌های مالیه، صنعت و تجارت،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۵۶
Background image

مبارزه گسترده علیه حشره کفشک در بادغیس؛ صدها جریب زمین زراعتی پاک‌سازی شد

۲۷ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
۳۰ ذی‌القعده ۱۴۴۷ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس می‌گوید، کارمندان مسلکی بخش حفاظت نباتات با همکاری دهاقین، مبارزه علیه حشره کفشک را تشدید کرده‌اند که. . .

بازگشت به خبرها