سفر وزیر زراعت به ننگرهار و تأکید بر حفاظت و احیای جنگلات کشور
۱۱ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری، وزیر زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان، در رأس هیأتی عالیرتبه به ولایت ننگرهار سفر کرده و در یک نشست بزرگ مردمی با حضور مقامات محلی و باشندگان ولایات شرقی شرکت نمود.
در این سفر مولوی بازمحمد فیضان، معین آبیاری و منابع قدرتی، مولوی محمد نبی عمری، معین وزارت امور داخله و شماری از روئسا و مشاوارن وزارت زراعت، آبیاری و مالداری وزیر زراعت را همراهی می کردند.
در این نشست، وزیر زراعت، آبیاری و مالداری کشور، بر اهمیت حفاظت و احیای جنگلات بهعنوان یکی از سرمایههای ملی افغانستان تأکید کرده گفت: «ما تلاش میکنیم تا از تمام منابع موجود برای حفاظت و احیای جنگلات استفاده نماییم.»
همچنان مولوی بازمحمد فیضان، معین آبیاری و منابع قدرتی، محمد نبی عمری، معین وزارت امور داخله، والی و معاون والی ننگرهار نیز در سخنرانیهای جداگانه بر اهمیت جنگلات و همکاری مشترک برای جلوگیری از قطع و قاچاق چوب و احیای دوباره جنگلات کشور تأکید کردند.
در کنار آن، شماری ازعلما و متنفذین ولایات شرقی کشور به نماینده گی از باشندگان آن ولایت نیز از برنامههای وزارت زراعت در زمینه حفاظت و احیای جنگلات حمایت نموده و خواستار فراهمسازی بدیل مناسب برای استفاده از جنگلات از جمله گاز، برق و ذغال شدند تا وابستگی مردم به چوب کاهش یابد. آنان همچنین از امارت اسلامی خواستند برای باشندگان مناطق جنگلی زمینههای اشتغال را فراهم سازد تا زندگی آنان بدون وابستگی به منابع جنگلی ادامه یابد.
در نتیجه این نشست، فیصله شد تا بهمنظور حفاظت مؤثر از جنگلات، جنگلبانان و مأموران ویژه در ساحات جنگلی استخدام گردند، شوراهای محلی و انجمنهای مردمی تقویت شوند و روند احیای جنگلات بهگونه منظم و دوامدار ادامه یابد.
افغانستان در سالهای گذشته با چالشهای جدی در زمینه تخریب و قاچاق جنگلات روبهرو بوده است. وزارت زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان برنامههای گستردهای را برای جلوگیری از قطع غیرقانونی درختان، افزایش پوشش سبز و احیای جنگلات در ولایات مختلف کشور روی دست دارد.
ننګرهار ته دکرنې وزیر سفر او دهېواد د ځنګلونو په ساتنه او بیارغونه یې ټینګا
۱۱ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزير مولوي عطاءالله عمري، د يوې لوړپوړې پلاوي په مشرۍ ننګرهار ولايت ته دخپل سفر په ترڅ کې د ختيځو ولايتونو د خلکو او سيمهييزو چارواکو په ګډون يو ستر ولسي غونډه کې برخه واخيسته.
ددې سفر پر مهال دکرنې وزارت د اوبولګولو او قدرتی سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فيضان، د کورنيو چارو وزارت مرستیال مولوي محمد نبي عمري، او د کرنې وزارت يو شمېر رييسان او سلاکاران د وزير ملګرتيا کوله.
د غونډې پر مهال د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزير د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او بيارغونې پر اهميت ټينګار وکړ او ويې ويل: «موږ هڅه کوو چې د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او بیارغونې لپاره له ټولو موجودو امکاناتو څخه ګټه واخلو».
همدارنګه دکرنې وزارت د اوبولګولو او قدرتی سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فيضان، د کورنيو چارو وزارت مرستیال مولوي محمد نبي عمري، د ننګرهار والي او مرستيال والي په جلا جلا ويناوو کې د ځنګلونو پر ارزښت او د ګډو هڅو پر اړتيا ټينګار وکړ، څو د ونو د پرېکولو او د لرګيو د قاچاق مخه ونيول شي او د هېواد طبيعي ځنګلونه بېرته ورغول شي.
په دې غونډه کې د ختيځو ولايتونو يو شمېر علماوو او قومي مخورو د خپلو سيمو د خلکو په استازيتوب د کرنې وزارت د هغو پروګرامونو ملاتړ وکړ، چې د ځنګلونو د ساتنې او بیارغونې په موخه پلي کېږي. هغوی غوښتنه وکړه، چې د لرګيو پر ځای د بديلو منابعو لکه ګاز، برېښنا او ډبرو سکرو زمينه برابره شي، څو د خلکو اړتياوې له ځنګلونو څخه پرې شي. دوی همدارنګه له اسلامي امارت څخه وغوښتل، چې د ځنګلي سيمو اوسېدونکو ته د کار زمينه برابره کړي، څو د هغوی ژوند د ځنګلي منابعو له اتکا پرته دوام ومومي.
په پايله کې پرېکړه وشوه، چې د ځنګلونو د اغېزمنې ساتنې لپاره به ځانګړي ځنګلساتونکي او مامورين په ځنګلي سيمو کې ګومارل کېږي، محلي شوراګانې او ولسي ټولنې به پياوړې کېږي او د ځنګلونو د بيا رغونې بهير به په منظم او دوامدار ډول پر مخ يوړل شي.
افغانستان په تېر کلونو کې د ځنګلونو د پرېکولو او قاچاق له جدي ستونزو سره مخ و. د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ونو د ناقانونه پرېکولو د مخنيوي، دزرغون پوښښ د زياتوالي او د ځنګلونو د بيا رغونې لپاره پراخ پروګرامونه پيل کړي، څو د هېواد طبيعي شتمنۍ وساتل شي او د چاپېريال توازن بېرته ټينګ شي.
